د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د خلکو "لادرکه کیدلو" ناندرې پارولي


د بشري حقونو ډلې وایي یو شمیر کسان چې خوشې شوي او کورونو ته تللي دي د امنیتي ادارو تر فشار لاندې دي چې خپل حال چاته ونه وایي

د بشري حقونو ډلې وایي یو شمیر کسان چې خوشې شوي او کورونو ته تللي دي د امنیتي ادارو تر فشار لاندې دي چې خپل حال چاته ونه وایي

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ په ضد جګړه کې زرګونه کسان په انفرادي حبس کې ساتلي خو د بشري حقونو فعالین وايي دغه کار باید جرم وګڼل شي.

د بشري حقونو ډلې وایي پاکستاني ځواکونو د ترهگرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې په زرگونه خلک داسې انفرادي زندانونو ته اچولي‌ چې د پتې او روغتیایي حالت په اړه هیڅ ډول معلومات نشته. د دغو بندیانو سره د چلند په اړه هم هیڅ معلومات نه ورکول کیږي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي په جبر د خلکو بې درکه کول باید جرم وگڼل شي. دغه کمیسیون په یوه بیان کې ویلي "په دې وروستیو کلونو کې په زور د خلکو بې درکه کول په پاکستان کې یوه عمومي ستونزه ده چې تر اوسه یې کوم عامل نه دی پیژندل شوي".

د بشري حقونو فعالینو او د بې درکه شویو کسانو کورنیو د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یوه مظاهره کې دغه ډول نیونې د بشري حقونو څخه بربنډې سرغړونې وگڼلې.

اعتراض کوونکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتل چې سمدستي دې د حکومت لخوا د خلکو د لادرکه کولو پر خلاف نړیوال تړون ومني. دوی وایي چې ددې سند له لاسلیک کولو پرته د پاکستان د وگړو د قانوني حقونو د ساتنې په اړه ډاډ نه شي ترلاسه کیدای.

ددې مظاهرې یوه تنظیم کوونکې طاهره عبدالله وایي د پاکستان د بشري حقونو مدافین په دې پوهیږي چې هیواد د سخت دریځۍ او ترهگرۍ له گواښ سره مخامخ دی.

خو هغه وایي "که غواړئ چې یو څوک د ترهگرۍ، سخت دریځۍ، یاغيگرۍ، جهاديتوب او یا په بل کوم تور ونیسئ نو هغوی بندیان کړئ، خو د پاکستان قوانین، د پاکستان اساسي قانون باید مراعت کړئ او د هغه دوسیه په علني محکمه کې پرمخ بوزی چې مونږ د جرم په څرنگوالي پوه شو".

د اسوشیتید پرس اژانس وایي پاکستاني امنیتي ادارو په وار وار د تروریزم ضد مبارزې په نوم په زور د خلکو له توقیف کولو، ازار او شکنجه کولو او وژلو نه انکار کړی دی.

خو د پاکستاني چارواکو له انکار سره سره د پاکستان سترې محکمې د ترهگرۍ ضد مبارزې په نامه د دولتي ادارو له خوا سرغړونې تائید کړي او د بشري حقونو ډلو په دې هکله یو شمیر شواهد ثبت کړي دي.

د پاکستان د حکومت له لورې یو ټاکل شوی کمیسیون د ٢٠١١ کال د مارچ د میاشتې راهیسې د شکایتونو په هکله پلټنې کړي او د سږکال د جولای د میاشتې پورې یې د ٣٥٠٠ قضیو څخه چې دوی ته ورکړل شوي دي، شاوخوا ٢١٠٠ څیړلي دي.

خو منتقدین د دغه دولتي کمیسیون د خپلواکۍ په اړه پوښتنې لري او وایي چې دوی د بې درکه شویو کسانو په هکله جزییات نه دي په ډاگه کړي چې دغه کسان چیرته وو.

د بشري حقونو ډلې وایي یو شمیر کسان چې خوشې شوي او کورونو ته تللي دي د امنیتي ادارو تر فشار لاندې دي چې خپل حال چاته ونه وایي.

XS
SM
MD
LG