د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د پاکستان په یو پایپ لاین میلیاردونه ډالر لگوي


د ۱۱۰۰ کیلومترو په اوږدوالي دغه نوی پایپ لاین تمه ده چې په درې پړاونو کې تر ٢٠١٩ کال پورې بشپړ شي.

د ۱۱۰۰ کیلومترو په اوږدوالي دغه نوی پایپ لاین تمه ده چې په درې پړاونو کې تر ٢٠١٩ کال پورې بشپړ شي.

تمه ده چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په راتلونکو میاشتو کې پاکستان ته سفر وکړي او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د گازو د پایپ لاین پروژه پرانیزي.

روسیه غواړي په پاکستان کې د گازو د پایپ لاین په یوه پروژه کې په میلیاردونو ډالر پانگونه وکړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف کریملن ته یو بلنلیک استولی دی چې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین په پاکستان کې د گازو د پایپ لاین د هغې پروژې په پرانستلو کې گډون وکړي چې مسکو پرې میلیاردونه ډالر پانگونه کوي.

ټاکل شوې چې روسیه دوه میلیارده او پنځه سوه میلیونه ډالر په دې پروژه پانگونه وکړي چې گاز له کراچۍ څخه د پاکستان شمالي سیمو ته لیږدوي. د روسیې پانگونه ددې پروژې د ټول لگښت ٨٥ فیصده کیږي.

د پاکستان د ایالتونو ترمنځ د گازو د سیستم د شرکت اجرائیه رئیس مبین صولت ویلي دي چې روسیه دغې پروژې ته د اقتصادي فرصتونو د یوې دروازې په توگه گوري.

د اقتصادي موضوعگانو خبریال خرم حسین په دې باور دی چې دا معامله نور اړخونه هم لري. هغه د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل "فکر کوم چې بله ستره معامله هم په دې پروژه کې نغښتې ده چې تر سوداگرۍ زیات جیوپولتیکي بنسټ لري."

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د منطقوي مشارکتونو په لټه کې دی چې پر متحده ایالاتو باندې خپله سخته تکیه تر یوه حده بدله کړي. په عین وخت کې روسیه په مرکزي او جنوبي آسیا کې د خپل نفوذ د ډیریدو هڅه کوي.

په هر صورت د ښاغلي حسین له نظره دا معامله د پاکستان په گټه ده. هغه وایي چېپاکستان په بنسټیزو برخو کې بهرنۍ پاگونې ته سخته اړتیا لري او تر اوسه چین یواځنی هیواد دی دغه کار ته زیاته لیوالتیا لري.

خو ښاغلی حسین د پردې شاته خبرو په ترسره کولو د پاکستان په حکومت انتقاد کوي. هغه وایي چې تر اوسه د هغه تړون د جزییاتو په هکله خبر نه دي چې تیر کال د دواړو هیوادونو د انرژۍ د وزیرانو ترمنځ لاس لیک شو.

د ۱۱۰۰ کیلومترو په اوږدوالي دغه نوی پایپ لاین چې تمه ده په درې پړاونو کې تر ٢٠١٩ پورې بشپړ شي په ورځ کې د ٣۴ میلیون متر مکعب گاز د لیږدولو توان لري.

راپور: د امریکا غږ خبریاله عایشه تنظیم

XS
SM
MD
LG