د لاس رسي وړ اتصالات

راحیل شریف د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف مشر شو


د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز راحیل شریف
د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز راحیل شریف

د پاکستان پخوانی لوی درستیز راحیل شریف، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې لپاره د ٣٩ اسلامي هیوادونو د پوځي ایتلاف د رئیس په توگه وټاکل شو. افغانستان هم ددغه ایتلاف غړی دی.

د پاکستان د دفاع وزیر د جمعې په ورځ د پاکستان د جیو تلویزیون سره په مرکه کې تائید کړه چې دغه موافقه څو ورځې وړاندې حاصل شوی ده خو د هغې د جزییاتو په اړه یې زیات معلومات ور نه کړل.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خواجه محمد آصف په وینا لیکلي دي چې دغه تصمیم د پاکستان د حکومت د باور له ترلاسه کولو وروسته او "لومړی همدلته نیول شو".

ټاکل شوی چې د سعودي عربستان په مشرۍ ددغه نوي ایتلاف مرکز د هغه هیواد په پایتخت ریاض کې اوسي.

د پاکستان د دفاع وزیر په وینا ددې ډول وظیفې ترلاسه کول ددې ایجاب کوي چې د ایتلاف د رئیس په شان د یو شخص له جرمه پاکه سابقه حکومت او عمومي مرکز دواړه تائید کړي. هغه په دې ټینگار وکړ چې دغه پړاو دمخه ترسره شوی دی.

خواجه محمد آصف وویل "تاسې خبریاست چې دغه موضوع له څه مودې راهیسې تر څیړنې لاندې وه او د پاکستان صدراعظم هم په دې مذاکراتو کې دخیل و."

د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه چې د پاکستان صدراعظم په حاضر وخت کې د داسې یو ایتلاف د جوړیدلو مفکوره یو ښه اقدام گڼي ځکه د هغه په باور "مسلمان امت د ازار او زوریدنې په محراق کې واقع شوی او د هغوی په لیکو کې وحدت او یووالي ته اړتیا ده."

پاکستان په واقعیت کې په داسې حال ځان د منځني ختیځ د سیاست په څلور لارې کې وموند چې سعودي عربستان د پاکستان له اجازې پرته دا هیواد د ترهگرۍ پر ضد په خپل نوي پوځی اتحاد کې شامل کړ.

له یو څه ابتدایي ابهام وروسته د پاکستان حکومت په دغه اتحاد کې خپل گډون تائید کړ، خو ویې ویل چې ددغې همکارۍ څرنگوالی به هغه وخت څرگند شي چې ریاض ورسره ددغه ایتلاف جزییات شریک کړي.

دغه اتحاد ددې لپاره رامنځ ته شو چې د تروریزم پر ضد د غړو هیوادونو امنیتي ځواکونه تجهیز او وروزل شي او دیني عالمان د ترهگرۍ ضد مبارزه کې ورشریک کړای شي.

سعودي عربستان په دې خبر سره زیات هیوادونه حیران کړل چې په عراق، سوریه، لیبیا، مصر او افغانستان کې د تروریزم پر ضد د روانو هڅو د ملاتړ او همغږۍ په خاطر یې یو ایتلاف جوړ کړی دی.

د سعودي عربستان سرسخت سیال ایران چې غواړي په عربي نړۍ کې خپل نفوذ پراخ کړي په دغه ایتلاف کې نه دی شامل او یمن کې د سعودي ضد حوثي یاغیانو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG