د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي هند په کشمیر کې د ملگرو ملتونو په څارونکو ډزې کړي


پاکستان وایي چې د هند عسکرو د ملگرو ملتونو په څارونکو ډزي کړیدي. د ملگرو ملتونو دغه څارونکې د چار شنبې په ورځ ( مۍ ٢۴ ) د پاکستان د سرحدي سیمې لېدنې ته ورغلي و. دغه پېښه د پاکستان د ولکې لاندې د کشمیر په لانجمنې سیمې کې شوېده. د کشمیر په سیمه پاکستان او هند دواړه د ملکیت ادعا لري.

پاکستاني پوځي چارواکو ویلې دي چې د ملگرو ملتونو د څار د ډلې کسانو ته کوم ډول زیان ندې رسیدلې.

د هند او پاکستان لپاره د ملگرو ملتونو څارونکي ډله په دغه سیمه کې ماموریت ترسره کوي. دغه ډله د پاکستان او هند د سرحد په اوږدو کې د اوربند نه د سرغړونې پېښې ثبتوي او وضعیت څاري. پاکستان او هند دواړه اتومي وسلې لري او د کال ١٩۴٧ نه راپدیخوا دواړو گاونډيو ملکونو درې لوی جنگونه کړیدي.

د پاکستان پوځ یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي د ملگرو ملتونو دغه دوه تنه مامورین چې یو د کروشیا او بل د فلیپین دی، د چار شنبې په ورځ په کشمیر کې د پاکستان او هند د سرحد سره نژدې سیمې ته ورغلي و.

نوي دهلي د دې پیښې په هکله تر اوسه لا څه نه دي ویلي.

پاکستان او هند دواړه اکثر په سرحدي سیمه په یو بل ډزې کوي او دواړه خواوې په یو بل د اوربند نه د سرغړونې تورونه لگوي.

پاکستان او هند د کشمیر په مسئلې دری لوی جنگونه کړیدي. د دغو دواړو گاونډیو ملکونو تر منځ د پاکستان د جوړیدو د وخت راهیسې اړیکې خرابې دي.

XS
SM
MD
LG