د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: باچاخان پوهنتون برید د افغانستان له خاورې شوی


د باچاخان په پوهنتون په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي

د باچاخان په پوهنتون په برید کې ۲۱ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، په باچاخان پوهنتون باندې د وسله والو په برید کې د دغه هیواد له خاورې څخه د کار اخیستلو په باب رپوټونه ناسم بللي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته د وینا په وخت وویل چې افغانستان هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د بل هیواد په خلاف کار واخیستل شي.

ښاغلي صدیقي وویل "په چهارسدې کې اول دغه پرونی برید په سختو الفاظو غندو، دا کار هم د تروریستانو کار دی، هغه ادعاګانې چې شوي دي زه نه غواړم نظر ورکړم، خو دا خبره په کلکه ردوم چې په افغانستان کې دې د ترهګرو مراکز وي او نور هیوادونه تهدید شي، دا مونږه په کلکه ردوو".

تیره ورځ څلورو وسله والو د پاکستان د خیبر پښتونخوا د ایالت د چهارسدې په ښار کې د باچاخان په پوهنتون برید وکړ چې په ترڅ کې ۲۱ تنه ووژل شول او تر پنځوسو څخه زیات نور ټپیان شول.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه، د دې پیښې په هکله د چهار شنبې په ماښام خبریالانو ته وویل چې د باچاخان په پوهنتون کې چې د بریدګرو څخه د ټیلیفون کوم سیټ امنیتي ځواکونو ترلاسه کړی دا ښيی چې بریدګرو له دغه ټیلیفون څخه وروستی ټیلیفون افغانستان کې چا ته کړی و.

د پاکستان د پوځ ویاند وویل چې د امنیتي ارګانونو لاس ته ورغلي د ټیلیفون په سیټ کې د افغانستان د یوې ګرځنده ټیلیفوني شبکې سیم کارت هم موجود و.

خو جنرال باجوه وویل چې دا خبره کول لا د وخت وړاندې ده چې ووایي بریدګر له افغانستان څخه پاکستان ته ورغلي وو. هغه خبریالانو ته وویل چې په دې هکله لا پلټنې رورانې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې مسئله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ټوله نړۍ په دې پوهیږي چې وسله وال چیرته دیره دي او له کوم ځای څخه د خپلو بریدونو لپاره کار اخلي.

ښاغلي صدیقي وویل "خو دا نړۍ ته معلوم دی، پاکستانیانو ته هم معلوم دی چې د ترهګرو ګروپونه چیرته دي او د دې لپاره ښه معلومات شته او مونږه په افغانستان کې د تروریستانو پر وړاندې کلکه مبارزه کوو، نو زمونږ هیله داده چې هر یو هیواد په خاص ډول پاکستانیان هم لکه افغانانو غوندې د تروریستانو سره مبارزه وکړي او دا وښیي ټولې نړۍ ته چې هغوی هم تعهد لري، مبارزه کوي."

صدیقي وویل، پاکستان دې د هغو وسله والو د مرکزونو په خلاف، چې د کورنیو چارو د وزارت ویاند د اصلي مرکزونو په توګه یادکړل، اقدام وکړي او هم دې د کویټې شورا او د طالبانو نورې شوراګانې چې په پاکستان کې فعالیت لري، وتړي.

خو د ښاغلي صدیقي د خبري کنفراس نږدې پنځه ساعته وروسته د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي چې د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو پلټنې ښیي چې د باچاخان په پوهنتون برید د افغان ګرځنده ټیلیفون د یو شرکت د سیم کارت څخه په ګتې اخیستنې له افغانستان کنټرول کیده.

په دغه بیان کې د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه له خولې ویل شوي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف دا معلومات د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د ناټو امریکایي جنرال جان کیمبل سره هم شریک شوي دي.

دا بیان وایي چې پاکستان پوځ د هغو کسانو په نښه کولو کې چې دا برید یې له افغانستان څخه کنټرول کاوه د مرستې غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې د باچا خان په پوهنتون باندې د برید مسؤلیت پاکستاني طالبانو پهغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې دا برید یې په قابیلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو په غچ کې کړی دی.

د پاکستان د پوځ د ویاند له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې افغان او پاکستاني چارواکي د امریکا او چین په مرسته د طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د لارو چارو په لټولو کارکوي.

ټاکل شوې د څلورو هیوادونو دریمه غونډه د فبرورۍ د میاشتې په شپږمه په اسلام اباد کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG