د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د نړیوال هوايي چلند ادارې سره یې ستونزه حل شوه 


د پاکستان هوايي شرکت
د پاکستان هوايي شرکت

پاکستاني چارواکي وايي د نړیوال هوايي چلند د مصونیت ادارې مسئولینو ورته ویلي دي چې د پاکستان د هوايي‌ چلند د تنظیم ادارې د مصونیت په اړه اندېښنې حل کړي دي.

په ۲۰۲۰ کې د پاکستان د پي آی اې شرکت یوه الوتکه وغورځېدله چې ۹۷ کسان په کې مړه شول، له دغې پېښې وروسته یوه قضیه رسوا شوه چې شاوخوا ۲۶۲ پیلوټانو د پیلوټۍ د اجباري اسنادو د ترلاسه کولو په ازموینو کې درغلې کړې ده.

له دغې رسوایۍ وروسته اروپايي ټولنې او د امریکا متحدو ایالتونو د هوايي چلند د مصونیت ادارو په خپلو قلمرونو کې د پاکستان د پي آی اې شرکت پروازونه بند کړي وو.

د پاکستان د ملکي هوايي چلند یو ویاند صفي الله خان نن چهارشنبه جنوري پنځمه (مرغومې۱۵) د نړیوال هوايي چلند د مصونیت ادارې په حواله ویلي دي چې دغې ادارې د پاکستان د هوايي ملکي چلند په اړه «د پام وړ مصونیت د اندېښنو په هکله خپل اعتراض بېرته اخیستی» دی.

خو د رویټرز خبري اژانس وايي چې د ملګرو ملتونو د نړیوال هوايي چلند دغې ملکي ادارې تر دې دمه لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکي وايي د نړیوال هوايي چلند د مصونیت ادارې د اوو کسانو یوې کمېټې د ډسمبر په میاشت کې په پاکستان کې لس ورځې تفتیش وکړ.‌

پاکستاني چارواکو یوه اعلامیه خپره کړې او وايي چې اعلامیه د دغې کمېټې ده. په اعلامیې کې ویل شوي دي «کمېټې پرېکړه وکړه چې د پام وړ مصونیت د اندېښنو په اړه د پاکستان اقداماتو دا ستونزه حل کړې ده».

د پاکستان پي آی اې شرکت هم په یوې اعلامیې کې د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. وايي په دې کار سره به یو ځل بیا د پاکستان الوتکې بریتانیا او ټولې اروپا ته پروازونه پیل کړي.

د پیلوټانو له رسوایۍ وروسته دنړیوال هوايي چلند د مصونیت ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي وو چې د پیلوټۍ د اسنادو ورکول دې وځنډوي.

XS
SM
MD
LG