د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکو د 'سیف د چیلډرن' موسسې دفترونه وتړل


پاکستاني چارواکو پرون د پنجشنبې په ورځ د "سېف د چیلډرن" په نامه د نړیوالې مرسته کوونکې موسسې دفترونه وتړل او امنیتي او حکومتي مامورینو وویل چې دغي خیریه مؤسسې "د حکومت په خلاف فعالیت کاوه."

حکومتي چارواکي چې پولیس ورسره ملگري وو په اسلام آباد کې د دغي مؤسسې دفتر ته هغه وخت ورغلل چې د دفتر کاري موده پای ته رسیدلې وه. امنیتي مامورینو ددې دروازه مهر او لاک کړه.

د پاکستان د حکومت یو لوړپوړي چارواکي کامران چیمه، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې مونږ د ماشومانو د ژغورني یا سېف د چیلډرن د مؤسسې دفتر د پاکستان د حکومت په امر وتاړه.

ښاغلي چیمه وویل چې "موږ د دې امر په علتونو نه پوهیږو. موږ ته د کورنیو چارو د وزارت له خوا په درو کرښو کې یو یادداشت را ورسید چې په هغه کې ویل شوي وو چې دغه دفتر باید وتړل شي او د هغه ټول خارجي کارکونکي او مامورین باید په ١٥ ورځو کې خپلو هیوادونو ته واستول شي."

حکومت په دې اړه کوم رسمي اعلان نه دی خپور کړی، خو د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکي وویل چې دغي مؤسسې « د پاکستان ضد فعالیتونو کې لاس درلود.»

هغه وویل چې د دغې مؤسسې فعالیتونه د اوږدې مودې را پدې خوا تر څارني لاندي وو او داسي کارونه یې کول چې د پاکستان د گټو په خلاف وو.

د دغي مؤسسې یوې ویاندی وویل چې "په اسلام آباد کې یې دفتر پرته له مخکنې اطلاع او خبرداري تړل شوی دی."

هغې وویل چې "موږ دا کار په کلکه ردوو او خپلي ژوري اندېښنې په ډیره لوړه کچه څرگندوو."

هغې دا هم وویل چې په دې دفتر کې د خارجي هیوادونو کارکونکي نه شته.

XS
SM
MD
LG