د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ښایي ټولې ټولنیزې رسنۍ بندې شي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي په ټولنیزو رسنیو کې مذهبونو ته د سپکاوي موادو د مخنیوي په مقصد د نورو مسلمانو هیوادونو په همکارۍ به یوه گډه کړنلاره جوړه شي.

د اسلام آباد عالي محکمې په ټولنیزو رسنیو کې د توهین نه ډکو مطالبو په اړه د یو غوښتنلیک په هکله غور کوي. تیره اونۍ د نواز شریف حکومت ته هدایت وشو چې په ټولنیزو رسنیو کې ددې ډول مضمونو د خپرولو عامل په نښه کړي او هغوی ته د خپلو اعمالو سزا ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان، نن د چارشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې پاکستان د بیان په آزادۍ معتقد دی، خو که د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي او تمسخر مخه ونه نیول شي، د هغه په وینا ټولنیزې شبکې به د "د مذهب او ایمان نه زیاتې" مهمې نه وي.

ښاغلي چودري وویل "زه په اسلام آباد کې د مسلمانو هیوادونو سفیرانو ته بلنه ورکوم چې د یو امت له نظره د دغې مسلې په وړاندې اقدام وشي. دا یواځې د پاکستان مسله نه ده، دا د ټولې اسلامي نړۍ مسله ده. هغوی ښایي خپلو مربوطو هیوادونو ته خبر ورکړي. لو د پاکستان مقصد دادی چې د مقدساتو د حریم د ساتلو لپاره باید په یو گډ طرزالعمل باندې توافق وشي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که نړیوالې ټولنیزې رسنۍ په ځانگړې توگه دغه کړنلارې ته پاملرنه ونه کړي، د هغوی په وړاندې به سخت اقدامات وشي. هغه ددغو اقداماتو څرنگوالی روښانه نه کړ.

له دې دمخه په همدې ورځ په یوه قضاییه غونډه کې چې د ټولنیزو رسنیو څخه د یو شکایت لپاره جوړه شوی وه، د اسلام آباد عالي محکمې قاضي شوکت عزیز صدیقي وویل تر بلې جلسې پورې ښایي محکمه پریکړه وکړي چې آیا په پاکستان کې د توهین کوونکو مطالبو نه په ډکو ټولنیزو شبکو بندیز ولگوي او که نه.

د محکمې قاضي همداشان د هیواد مخابراتي مقاماتو ته امر وکړ چې یو مفصل رپوټ دې برابر کړي چې تراوسه په دې هکله کوم اقدامات شوي دي او هغه دې د مارچ په ٢٧ محکمې ته وړاندې کړي.

د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو ادارې د محکمې مقاماتو ته ویلي چې یو تورن شخص مقدساتو ته د توهین امیزو مطالبو د خپرولو په تور نیول شوی او یو شمیر نور کسان هم تر څارنې لاندې دي.

په پاکستان کې د بشري حقوقو فعالینو او د انټرنیټ د مصرفوونکو مدافعینو اعتراض کړی دی او وایي چې ټولنیزو رسنیو ته د لاس رسي بشپړه بندول په هیڅ ډول ستونزه نه شي حل کولای. د یوتیوب اجتماعي پاڼه هم درې نیم کاله په پاکستان کې بنده وه.

په پاکستان کې د انترنیټ د کارونکو د مدني حقوقو یو فعال نگهت داد، د امریکا غږ ته وویل چې د ټولنیزو شبکو د بندولو پر ځای بادی هڅه وشي چې د خلکو د پوهاوي لپاره هڅې زیاتې شي.

په پاکستان کې دین او مذهب ته توهین یوه ډیره حساسه موضوع ده او که پر یو چا ددغه ډول توهین کولو تور ثابت شي د قانون له مخې پر اعدام محکومیږي.

XS
SM
MD
LG