د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی هیئت: افغانستان مونږ ته د ورور په سترگه وکتل


د پاکستان د پارلیمان رئیس سردار ایازصادق
د پاکستان د پارلیمان رئیس سردار ایازصادق

د پاکستان د پارلیمان رئیس سردار ایازصادق د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان مشرانو ورته د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو د ښه کولو په هکله ډاډ ورکړی.

د پاکستان د پارلمان رئیس صادق وویل چې د سفر هدف د دواړو هیوادونو اړیکې بیا پیاوړي کول او د افغانستان د حکومت د ټولو اندیښنو غم خوړل و.

ایاز صادق زیاته کړه چې د هغه سفر ډیر کامیابه و. هغه وویل "افغانستان زمونږ داسي درناوې وکړ لکه چې څوک یې د گاونډي هیواد او د ورور کوي."

هغه د خپل سفر په هکله وویل چې په کابل کې یې په ښې فضا کې خبري وشوې او ډېر ژر به د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او پخوانی ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته سفر وکړي.

هغه وویل " زموږ د پلاوي هر یو غړی د یوه پاکستاني په حیث هلته تللي و، د پاکستان لخوا مو خبري وکړې. مونږ د وضیت د سمولو دپاره تللې و ، د لسټونو ورکولو او اخیستو دپاره نه وو تللي، موږ د یو نوي پیل دپاره تللې و، کوم لسټونه چې هغوي به ېې موږ ته راکوي او یا کوم لسټونه چې موږ به ېې دوی ته ورکو، دا به د پاکستان او د افغانستان لخوا چې د کومو ادارو مسئولیت دی هغوي به یې کوي."

د پاکستان د پارلیمان اتلس تنه چې د پاکستان د مختلفو سیاسي گوندونوغړي دي ، په دغه سفر کې شامل وو.

XS
SM
MD
LG