د لاس رسي وړ اتصالات

د کراچۍ عام اعتصاب په تشدد بدل شو


د کراچۍ عام اعتصاب په تشدد بدل شو
د کراچۍ عام اعتصاب په تشدد بدل شو

په کراچي کې پاکستاني ماموران واېې چې دپاکستان دپېپلز گوند په بلنه نن په ښار کې د ېوه عام اعتصاب داعلان نه وروسته د مظاهرو او تشدد په دوران کې ٥ کسان مړه او ېو شمېر نورکسان زخمېان شوي دي.

پاکستاني چارواکي واېې چې مظاهره کوونکو څو عرادو موټرو ته اور واچوه او وېې سوځول.

دپاکستان پېپلز گوند نن وروسته دهغه په کراچي کې دعمومي اعتصاب لپاره غږ وکړ چې د احتساب او تفتېش د ملي ادارې د رېس په توگه د ېوه متقاعد قاضي القضات دېدار شاه مقرري فسخه کړ. د احتساب ملي اداره دا وظېفه لري چې په پاکستان کې په دولتي سطحه د رشوت خورۍ او اختلاس پرخلاف تفتېش وکړي.

په صوباېې اسمبلۍ کې د پاکستان دپېپلز گوند غړو تور بندونه دخپلو مټو نه ټرلي وو او د سند د سترې محکمې د ودانۍ په لورې ېې داحتجاج په ډول حرکت وکړ.

پاکستاني مامورانو ووېل چې په کراچۍ کې نن ښوونځي تړل شوي دي او عامه ترانسپورټ په ټپه ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG