د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې سترې محکمې د صدراعظم راجا پرویز اشرف د نیولو امر کړی دی


Pakistan PM
Pakistan PM
په پاکستان کې سترې محکمې د دغه هیواد د صدراعظم راجا پرویز اشرف د نیولو امر کړی دی. همداراز، په اسلام آباد کې د حکومت خلاف مظاهره چیان لارو کوڅو ته راوتلي وو او د حکومت د استعفی غوښتنه یې کوله.

نن پاکستاني تلویزونونو د چارواکو له خولې راپور ورکړی دی چې سترې محکمې د پاکستان د صدراعظم او ورسره د 15 نورو کسانو د نیولو امر کړی دی. په دوی باندې د خصوصي بریښناکوټونو په قضیې کې د فساد الزامات لګول شوي دي. په صدارعظم اشرف باندې تور لګول شوی دی چې هغه مهال چې د اوبو او بریښنا وزیر و د بریښناکوټونه، چې هغه مهال په پاکستان کې د بریښنا د کمبود د رفع کیدو پخاطر جوړیدل، رشوت یې اخیستی و. د پاکستان صدارعظم پرویز راجا اشرف بیا دغه تورونه رد کړي دي. کارپوهان وايي چې په دغه کار سره به د پاکستان د حکومت او قضا ترمنځ تشنج لا ډیر شي.

همداراز نن د سې شنبې به ورځ پاکستاني ملا، طاهر القادري خپل پلویان دې ته وهڅول چې د حکومت خلاف او د اداري فساد خلاف خپلو مظاهرو ته ادامه ورکړي او په اسلام آباد کې پارلمان د ودانۍ شاووخوا دې دیره شي. په داسي حال کې چې د دوهمې ورځې لپاره هم د قادري پلویانو د اسلام اباد د ښار لارې کوځي نیولي وي، د دغه ښار د پاسه پوځي هلي کوپترو پروازونه کول.

نن سهار مهال ته، امنیتي ځواکونو د مظاهره چیان د تیت او پرکولو لپاره او د امن د ساتلو لپاره د لنډې مودې لپاره اوښکې بهیونکې ګاز استعمال کړ او هوايي ډزې یې وکړي.
XS
SM
MD
LG