د لاس رسي وړ اتصالات

یو ځانمرګي د پنجاب د کورنیو چارو وزیر وواژه


شجاع خانزاد د پنجاب په کابینې کې لومړنی پښتون وزیر و.
شجاع خانزاد د پنجاب په کابینې کې لومړنی پښتون وزیر و.

په پاکستان کې امنیتي چارواکي او د روغتون ډاکټران وايي چې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

په برید کې لږ تر لږه ۱۴تنه نور هم وژل شوي دي.

خانزاده اټک ته نژدې د پنجاب په شادي سیمه کې په خپلې دېرې کې ناست، له خلکو سره لیدل چې ځانمرګی راغی او برید یې پرې وکړ.

د پنجاب د قانون جوړونې وزیر رانا ثناالله رسنیو ته وویل پلټنې روانې دي چې معلومه کړي ځانمرګی څنګه د ښاغلي خانزاده دیرې ته ځان رسولی دی.

پولیس وايي په برید کې د یوې کوټې چت غورځېدلی چې یو شمېر کسان یې ترلاندې شوي دي. تراوسه د لویدلې کوټې له کنډوالو څخه د یو پولیس افسر په ګډون لس مړي او ۱۷ زخمیان ویستل شوي دي.

دپاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر پرویز رشید دغه پېښه غندلې او ویلي چې دا ډول بریدونه د پاکستان د حکومت او ځواکونو مورال ماتولی نشي.

هغه وویل چې ترهګرو ماتې خوړلې او په خبره یې اوس د مقابلې توان نه لري او دغسې غلچکي بریدونه یې د وارخطایۍ ثبوت دی. خو په ښکاره یې په دغه برید کې کومه ډله تورنه نه کړه.

تراوسه د دغه برید مسولیت هم چا نه دی منلی.

۷۲ کلن شجاع خانزاده د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر او د پنجاب په کابینه کې لومړنی پښتون وزیر و.

XS
SM
MD
LG