د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې ځانمرګه برید شوی ۱۵ کسه یې وژلي


آرشیف
آرشیف
د پاکستان په شمال لویدیځ کې چارواکي وايي یو ځان مرگي په یو مارکېټ کې ځان په بم الوزولی ، لږتر لږه 15 کسه یې د ځان سره وژلي او ډیر نور یې ټپیان کړیدي.

مقامات وايي چې دغه چاودنه نن په دادم خیلو په دره کې وشوه او داسې ښکاري چې طالب جگړه مارانو د حکومت طرفدارې ملیشې په نښه کړې وې.
سمدستې چا ددغه ځان مرگي برید مسولیت په غاړه نه دی اخستی.

د ادم خیلو دره په دې مشهوره ده چې هلته د سیمې د خلکو تولیدي ټوپکونه خرڅیږي او دا خرڅلاوې ځکه کیږي چې مرکزي حکومت هلته ضعیفه دی.
محلي مشرانو هلته د سولې کمیټې جوړې کړیدي چې ملیشې وباسي او همدغه راز یې په تیرو وختونو کې هم د یاغیانو په ضد د حکومت د عملیاتو سره مرسته کړیده.
XS
SM
MD
LG