د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې صدراعظم یوسف رضا گېلاني دمحکمې د سپکاوي په تور محکوم کړ


د پاکستان د سترې محکمې او صدراعظم یوسف رضا گیلانی ترمنځ د قدرت ازمویلو سیالي ختمه شوه. محکمې ښاغلی گېلاني په دې محکوم کړ چې سترې محکمې ته ېې توهین کړی دی. ستری محکمې نن د پنجشبنې په ورځ په اسلام اباد کې په خپله پریکړه کې داحکم وکړ چې صدراعظم په ښکاره توګه د محکمې له حکم نه سرغړونه کړې ده.

محکمې هغه ته حکم کړی و چې د اداري فساد هغه زړه دوسیه راوسپړي چې د ولسمشر آصف علي زرداری پر خلاف ده. خو محکمې ښاغلی زرداری په بند محکوم نکړ. هغه یواځي تر د څو دقیقو دپاره په سمبولیک ډول بندي کړل شو او بند موده یې تر هغه وخت پوري و چې د محکمې قاضیانو خپل غونډه ختمه کړې نه وي او له مخکې نه وتلی نه وي.

رپوټ وايي صدراعظم تر 6 میاشتو پوري زندان ته لېږل کېدلی شوای. دهغه محکومېدل د پارلمان په وړاندې دهغه دبې کفایتی مانا نلري.

د ښاغلی گېلانی وکیل اعتزاز احسن خبریالانو ته وویل چې له ده نه غوښتنه شوېده چې مرافعه طلب شي. هغه کله چې د محکمې تفصیلي فېصله ترلاسه کړي نو دهغه موکل به سترې محکمی ته د بیا کتنې لپاره خواست وکړي.

نور تفصېل :

اعتزاز حسن وویل چې ښاغلی گېلانی د داسی جرم په واسطه محکوم شوی دی چې نوموړي هیڅکله د محکمی له خوا نه ددغه جرم په کولو یعنی " دمحکمی توهین" باندی محکمی ته نه وغوښتل شوی. اعتزاز حسن وايی:،، په هغه باندې چې تور لگول شوی دی په هغه کې " د محکمی سپکاوی " ندی ذکر شوی. ماته ددې خبری یادونه نده شوی او لمانه داغوښتنه نده شوی چې په دې برخه کې شاهدانو نه پوښتنی وکړم. اوله مانه دا غوښتنه هم نده شوې چې په دې برخه کې سند ښکاره کړم. "

د پاکستان د ستری محکمی یو متقاعد قاضي وجیهـ الدین احمد وايي داچی دی په زندان محکوم کړی شو حتې که دېوې دقېقی نه هم کم وخت وي نو دا د دې سبب کېږي چی د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دی په پارلمان کې نشی کېناستلی. ښاغلی احمد وايی " ددې سزا اندازه مهمه نده. دی محکوم کړی شو. دهغه بندی کول ترسره شول ځکه چې محکمی حکم صادر کړ. دی متقاعد شو. سزا تعمیل شوه. نو ځکه زه فکر کوم چې موږ په داسی حالت کې یوو چې پکارده د بل صدراعظم دانتخابولو لپاره گام اوچت کړو.

د پاکستان یو وکیل بابر ستار بیا وايي چې د سترې محکمی دغه حکم دهغې سز ا سره ماشبعت لري لکه استاد چې شاگرد په لښته باندی په گوتوووهی.

بابر ستار وايي :،،دگوتو په هډوکو باندې وار ورکول به هغه سزا وی چې هم محکومیت دی او هم سزا ده .،،

بابر وايی :،،داسي معلومېږی چې د کورته د تللو او دا اصل چې د محکمی فیصله باید تعمیل شي ددې دواړو ترمنځ په توازن باندې فېصله شوی ده. او که چېرې ته له دینه انکار وکړی نو په تا باندې به د محکمې د توهین حکم وشي . خو محکمې داسي سزا ېې ورنکړله چې د حکومت لپاره کومه سیاسی شخړه منځته راولي.،،

ستار بابر وايي که چېرې هغه محکوم شوی او زندان ته لېږل شوی وای نو ډېرې شخړې او جنجال به ېې منځته راوستی وای. کېدلی شی چې ښاغلی گېلانی د پارلمان دغړېتوب لپاره بې کفاېته وگڼل شی اوپه نتېجه کې به صدراعظم وی خو کېدلی شی چې دمحکمی ددې فېصلی نه ورو سته ، دافېصله ډېر جدی نتاېج منځته راولی.

XS
SM
MD
LG