د لاس رسي وړ اتصالات

په سوابۍ کې وسله والو اووه کسان وژلي دي


Swabi

Swabi


د خیبر پښتونخوا په سیمې سوابۍ کې وسله والو اووه کسان وژلې دي. پيښه هغه مهال وشوه چې وسله والو په یو موټر چې مرسته رسوونکي پکښې سپاره وه ناڅاپه برید وکړ.

د یوې پاکستانی این جي او مشر، محمد رفیق امریکا غږ ته وویل چې په وژل شوو کسانو کې شپږ ښځې شاملې وې. په دغو کې پنځه تنه یې ښوونکې وې او یوه ښځه بیا د روغتیا کارکوونکې وه. په پيښه کې یو نارینه وژل شوی دی او د موتر چلونکی بیا ټپي شوی دی.

د پیښې په اړه، محمد رفیق وايي چې ورسته له دې نه چې دوی خپل کارونه ختم کړل، ټول کارکوونکي په موټر کې سپاره شول او حرکت یې وکړ. نږدې یو نیم کیلومتر د پروژې د ساحې نه لیري ځیني کسانو چې په موټرسایکلونو باندې وو په موټرباندې ډزې وکړې.

رفیق زیاته کړه چې د مرستې رسولو دغه کارکوونکي خپلو کورونو ته روان وو.
تر اوسه چا د پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو د این جي او ویاند محمد رفیق ویلي دي چې دغو کارکوونکو ته مخکې هم ګواښونه شوي وو.

دا مو هم ښایي خوښ شي

XS
SM
MD
LG