د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان دې د خبرو نه وړاندې وسلې په ځمکه کښیږدي، رحمان ملک


طالبان دې د خبرو نه وړاندې وسلې په ځمکه کښیږدي، رحمان ملک

طالبان دې د خبرو نه وړاندې وسلې په ځمکه کښیږدي، رحمان ملک

د پاکستان چارواکی وايی که چېرې افراطېان له حکومت سره د سولی خبری کول غواړی نو باېد اول وسله په زمکه کېږدی.

د پاکستان دکورنېو چارووزېر رحمن ملک دسه شنبی په ورځ په کوېټه کې ووېل حکومت دافراطی ډلو د ېوشمېر عناصرو له خوانه دېوه نامعلوم پېغامونه ترلاسه کړېدی چې دا څرګندوی چې هغوی دې ته لېوال دی چې سوله وکړی. هغه په دې برخه کې تفصېل ورنکړچې داکومه ډله ده چې د سولی پېغامونه ورلېږی.

خورحمن ملک ووېل چې حکومت به له هغوی سرپه هېڅ ډول خبرو کې ترهغه وخت پورې برخه وانخلي څو پورې چې دهغوی په لاس کې کله شېنکوف او ټوپک وی. د پاکستان طالبان چې د افغان طالبانو نه را جلاشوې څانګه ده د پاکستان پر حکومت ېې په 2007 م کا ل کې جنګ اعلان کړ، ېوعلت ېې داهم وچې دامرېکا سره ېې اتحآد وکړ.

د پاکستان پوځ ددغی جګړه ماری ډلی خلاف څو ځلی په ټوله قباېلی علاقه کې عملېات کړېدی، خو په دې نېژدی وخت کې ېې خوشبېنی ښکاره کړېده چې د سولی خبری له طالبانو سره کامېابېدلی شی.

له بل پلوه افراطیانو دپاکستان په شمال لویدیځه قبائلی سیمه کې ددغه هیواد په قواو باندی دخرپ او ترپ حمله کې لږترلږه نهه عسکر وژلې دی.

پرون د دوشنبی په ورځ حمله دخیبر اجنسی داکاخیلو په سیمه کې چې دافغانستان سره سرحدلری، وشوه.

دپاکستان دپوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس وویل، کله چې عسکرو دپاکسازی عملیات کول نو په دوی باندی حمله وشوه.

مامورانو وویل، عسکرو ځوابی حملی وکړی چې څوارلس افراطیان پکی ووژل شول.

XS
SM
MD
LG