د لاس رسي وړ اتصالات

خبري اترې: پاکستاني عسکر طالبان روزي


خبري اترې: پاکستاني عسکر طالبان روزي
خبري اترې: پاکستاني عسکر طالبان روزي

د امریکا غږ اشنا راډیو د نن ماښام په خپرونه کې مو د هغه مستند فیلم په هکله خبري وکړې چې په کښي ښودل کېږي چې د پاکستان د پوځ ځیني سرتیري طالبان روزي. دغه فیلم په داسي حال کې راوځي چې پر پاکستان باندي د امریکا د متحده ایالاتو د پخوا هر وخت نه اوس ډیر فشار دی چې د ترهګرۍ پرضد اقدامات وکړي.

په دې ورستیو کې د امریکا یو لوړ پوړی پلاوی پاکستان ته ولاړ چې په کښي د باندنیو چارو وزیره هیلري کلینټن، د استخباراتو ریْس ډیویډ پیټریس او د پوځ د سترو درستیزانو د کمېټې ریْس جنرال مارټین ډیمپسي شامل وو.

د خپرونې میلمانه وو:

د افغانستان د استخباراتو پخوانی ریْس جنرال طاقت

او د پاکستان د پوځ متقاعد جنرال بریګیډیر سعد

زمونږ خپرونه د واشنګټن د سټیډیو نه د حسیب الکوزي په کوربه توب خپره شوه.

خپرونه لاندې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG