د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: طالبان په پنجاب کې حملو ته تیاری نیسي


د پاکستان دکورنېو چارو وزېر نن خبردارئ ورکړ چه په پنجاب کی د طالبانو زور او قوت زېاتېږی او ځانونه د حملو لپاره تېاروی.

دکورنېو چارو وزېر رحمان ملک نن په اسلام اباد کی دپاکستان دپارلمان غړو ته په یوه وینا کی وویل فکر کوي چې پنجابي طالبان به ډېر زر یوه غټه ټروریستی حمله وکړی.

هغه د پنجاب دحکومت نه وغوښتل چه دپنجابی طالبانو په خلاف باېد اقدام وکړی.

رحمان ملک د لشکر طېبه په ترهگرې ډلې باندی په پنجاب کی دڅو وژونکو چاودنو پړه ور وغورځوله، چې تیره هفته په لاهور کی په دوو جوماتو باندی حملی هم په کی شاملی دی.

په دغو حملو کی نوي کسان ووژل شوو.

پاکستانی مقاماتو څلور کسان په دې گومان نېولی دي چه هغو طالبانو سره ېې ارتبا طات ساتل چې په لاهور کی د حملو مسولیت په غاړه لري.

دواړه جوماتونه د احمدی د اقلیت فرقې وو او پاکستاني مقامات وايي چې حمله کوونکو د شمالي وزیرستان په قبایلي سمه کې روزنه حاصله کړې وه.

XS
SM
MD
LG