د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو سره د خبرو نيټه او ځای به ژر معلوم شي


جنرال عاصم بجوا پدې عکس کې تیرکال د دسمبر په ۱۶ د پیښور په یو مکتب د برید معلومات ورکول.
جنرال عاصم بجوا پدې عکس کې تیرکال د دسمبر په ۱۶ د پیښور په یو مکتب د برید معلومات ورکول.

د پاکستان د اردو ویاند جنرال عاصم بجوا وایي د پاکستان ضرب عذب کامیاب عملیاتو دیته لاره هواره کړه چې د کابل او آسلام اباد ترمنځ دوه اړخیزه تماسونه بیا پیل شي.

کله چې جمهور رېیس اشرف غني تیره اونۍ اسلام اباد ته سفر کړې و، هغه د پاکستاني، امریکایي او چینایي استازو سره د جګړو د ختمولو او د سولې د خبرو بیا پیل کیدو د هڅو په اړه تفصیلي خبرې کړې وې.

ځنی جګپوړي پاکستاني مقامات چې نه غواړي نومونه یي ذکر شي، امریکا غږ ته وویل ټولې غاړې چې په خبرو کې شامل دي اوسمهال پدې کوشش کې دي چې د أفغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د دویم پړاو خبرو لپاره نیټه او ځای معلوم کړي.

همدا سرچینې وایي د پاکستان د اردو مشر جنرال راحیل شریف به هم په نژدې ورځو کې کابل ته سفر وکړي، همدې چارواکو زیات جزیات ورنکړل خو وی ویل چې پدې سفر کې به په رسمي توګه د أفغانستان او پاکستان نظامي او استخباراتي تماسونه او اړیکې بیرته فعالې شي.

د أفغان سولې د دویم پړاو خبرو یادونه په داسی وخت کې کیږي چې، پاکستان د هغو طالبانو د قوي مرکزونو په ځپلو کې د پرمختګ راپورونه وکوي چې د اوږدې مودې راهیسې يي د کابل سره پری اختلاف پورته شوی و.

د اردو ویاند جنرال بجوا وایي سره ددی چې په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د پاکستان نژدې پنځه سوه امنیتي کسان وژل شوي، پدې جګړه کې د وسله والو مخالفینو شاوخوا دری زره څلور سوه تنه هم وژل شوي دي.

بجوا امریکا غږ ته وویل د څو وړو ساحو په غیر نور ټول وزیرستان د یاغیانو پاک شوی دی او وایي ځواکونو يي پدې وروستیو کې د شوال په غرنۍ ستراتیژیکه دره کې هم خپل حاکمیت پلی کړ. دا هغه دره ده چې د جنرال بجوا په باور پکې د أفغان طالبانو او نورو بهرنیو وسله والو قوي مرکز و.

د اردو د دا ډول ادعاؤ منل ځکه ګران دي، چې یادې سیمې ته د خبریالانو تلل منع دي. خو د شمالي وزیرستان سیمه د کلونو راهیسې د طالب وسله والو او القاعدې شبکې اړوند وسله والو ډلو مرکز ګڼل شوی او د امریکا د بی پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف و.

أفغان چارواکي وایي چې ګڼ شمیر سیمه ایزه او بهرني وسله د پاکستاني نظامي عملیاتو په نتیجه کې أفغانستان ته راننوتي او د طالبانو او نورو سخت دریځه ډلو سره یوځای او په سرحدې سیمو کې نا امني زیاتوي.

تیره اونۍ په اسلام اباد کې د اسیا د زړه په کنفرانس کې جمهور رېیس اشرف غني أفغانستان ته د وسله والو ننوتل د پاکستاني اردو د عملیاتو یوه غیرعمدي نتیجه ګڼله.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG