د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د طالبانو جکپوړي کسان آزاد کړي دي


آرشیف
آرشیف
د پاکستان د حکومت یو مامور وویل چې دغه هیواد نن د دوشنبې په ورځ د طالبانو دعدلیې دپخوانی وزیر ملانور الدین طرابي په ګډون څلور افغان طالبان خوشي کړل چې دا د سولې دکوښښونو یوه برخه ده .

یوه پاکستاني مامور چې نه یې غوښتل چې نوم يي واخیستل شي، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې پاکستان څلورنور لوړ پوړي طالبان خوشي کړل . دغه مامورزیاته کړه چې په دغو خوشي شویو طالبانو کې د هلمند دولایت پخوانی والی عبدالباری هم شامل دی.

د پاکستان په شمال لویدیځ کې دوو منابعو چې افغان طالبانوته نژدې دي دغه رپوټ تائید کړی او ویلي یې دي چې څلور بندیان خوشي شویدي خو په کې پخوانی مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر شامل ندی.

ملا برادر په دوه زره لسم کال کې نیول شوی دی او پاکستاني مامورانو ویلی چې دهغه د خوشی کیدو په باره کې پریکړه نده شوې. ویل کیږي چې د طرابي روغتیايي حالت ښه ندی . د ملگرو ملتونو د ویب سائټ په قول هغه په د دوه زره نهم کال په نیمايي کې په افغانستان کې د طالبانو نظامی قوماندان انتخاب شوی و او د طالبانو د مشر ملا عمر مرستیال و.

یادشوي مامور دغه رازوویل، تیره میاشت پاکستان لږترلږه نهه طالبان خوشي کړی و. د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو نه وروسته اسلام اباد موافقه وکړه چې نور طالب بندیان خوشي کوی چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د یولس کلن جنگ په ختمولو کې مرسته کړي.

افغان مامورانو ویلی دی که لوړ رتبه طالبان د بند نه خوشی کړی شی چې په پاکستان کې بندیان دی ،کیدای شي طالبان د خبرو میزته راولي .
XS
SM
MD
LG