د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې ۹ کسه وژلي


د پاکستان په شمال لویدیځ کې چارواکي وايي، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې لږ تر لږه نهه تنه چې گومان کیږي ، طالب جنگیالي دي، وژل شویدي.

چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کې چې یوه قبایلي علاقه ده، د طالبانو د پیټیدو درې ځایونه په راکټونو وویشتل شوي.

د پاکستان حکومت د ډیر وخت راهیسې دغه حملې په خپلې خاورې تیری بولي او غندي یي، خو فکر کیږي چې دا حملې د پاکستان د استخباراتو په مرستې تر سره کیږي.
XS
SM
MD
LG