د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستاني طالبانو مشر نړېوال ترهګر ونومه


پاکستاني چارواکي وايي ملا فضل الله په افغانستان کې پټ دی
پاکستاني چارواکي وايي ملا فضل الله په افغانستان کې پټ دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله نوم د نړیوال تروریزم د پېژندل شویو او مطلوبو کسانو په لست کې ورشامل کړ.

دغه پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت د هغه فرمان په اساس شوې، چې ترهګر او د ترهګرو ملاتړي، په نښه کوي.

دا اعلان پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري له سفر سره همهاله کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې د شوې پرېکړې له مخې به په امریکا کې، امریکا ته راتلوونکې، د امریکا تر کنترول لاندې او د امریکا اړوندې، د ملا فضل الله ټولې پېسې او پانګې کنګل کیږي.

مولانا فضل الله د ۲۰۱۳ کال د نومبر په میاشت کې د پاکستاني طالبانو د بل مشر حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته، د طالبانو مشر وټاکل شو.

اعلامیه وايي امریکا د۲۰۱۰ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه پاکستاني طالبان د یوې نړیوالې ترهګرې او د نړیوالې ترهګرۍ د یوې پېژندل شوې ډلې په توګه وپېژندل.

د پاکستاني طالبانو ډله همدغه راز، د ملګرو ملتونو په هغه لست کې هم شامله ده چې د اعلامیې له مخې، په القاعدې پورې تړلې دي او بندیزونه پرې لګول شوي دي.

څه موده مخکې په پېښور کې پر یو یو پوځي ښوونځي برید مسوولیت هم د ملا فضل الله په مشرۍ طالبانو ومانه، چې په کې لږ تر لږه ۱۴۸ تنه ووژل شول چې ډېر زده کوونکي وو.

څو ورځې مخکې ملا فضل الله په یو ویډویې پیغام کې وویل چې د پېښور په ښوونځي کې یې ټول د پاکستان د پوځي چارواکو اولادونه وژلي دي.
څو ورځې مخکې ملا فضل الله په یو ویډویې پیغام کې وویل چې د پېښور په ښوونځي کې یې ټول د پاکستان د پوځي چارواکو اولادونه وژلي دي.

دغه ښوونځي له څو اونیو وروسته د دوشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شو چې پر نورو چارواکو سربېره، د پاکستان د پوځ لوی درستیز یې هم د پرانیستې غونډې ته ورغلی و.

پاکستاني طالبانو وویل چې په برید کې یې د پوځ زامن او لورګانې وژلي دي.

ملا فضل همدغه راز په ۲۰۱۳ کال کې د یو پاکستاني جنرال ثناالله نیازي په وژلو او په ۲۰۱۲ کال کې د پوهنې پر فعالې ملالې یوسفزۍ برید کې هم تورن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي ملا فضل الله د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د پاکستاني پولیسو پر یوې پوستې د برید او بیا د ۱۷ سرتېرو پر وژلو هم تورن دی.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG