د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر اورپکو ډلو مطبوعاتي بندیز ولګاوه


پمیرا پر ټولو پاکستاني تلویزونونو او راډیوګانو باندې د مشکوکو ترهګرو ډلو هر ډول اعلانونه هم بند کړي دي.
پمیرا پر ټولو پاکستاني تلویزونونو او راډیوګانو باندې د مشکوکو ترهګرو ډلو هر ډول اعلانونه هم بند کړي دي.

د پاکستان حکومت د یو شمېر اسلامي او مشکوکو اروپکو ډلو په مطبوعاتي تبلیغاتي او نورو فعالیتونو بندیز ولګوه.

د پاکستان په برېښنايي مطبوعاتو د څار او تنظیم اداره (پمیرا) په خپرې شوې اعلامیې کې د جماعت الدعوه، لشکرطيبه، او فلاح انسانيت ټولنې نومونه هم راغلي دي. لشکر طیبه د ترهګرو په نړیوال لست کې هم شامله ده.

دغه ډله په ۲۰۰۸ کال د هند په ممبۍ ښار کې د ترهګرو بریدونو په ترسره کولو تورنه ده. امریکا لشکر طیبه د ترهګرو په تور لست کې هم شامله کړې ده. امریکا ددغې ډلې د مشر حافظ سعید پر سر د۱۰ میلیونه ډالرو جایزه هم اېښې ده.

په نوي پرېکړې کې ۶۰ بېلا بېلې ټولنې او ډلې شته چې د پرېکړې له مخې هېڅ تلویزون او راډیو نشي کولی چې د دغو ډلو کوم غړی ښکاره کړي، په روانو چارو ورسره خبرې وکړي او یا هم د هغوی د ټولنو د فعالیتونو په اړه ورسره وغږیږي.

پمیرا پر ټولو پاکستاني تلویزونونو او راډیوګانو باندې د مشکوکو ترهګرو ډلو هر ډول اعلانونه هم بند کړي دي.

وړاندې ځينو پاکستاني رسنیو د دغو ډول مشرانو په روانو سیاسي چارو باندې د بحثونو لپاره بلل؛ همدغه راز د دغو سازمانو اعلانونه او فعالیتونه یې هم خپرول.

په دغو ۶۰ سازمانونو کې یې ۱۲ له القاعدې او نورو اورپکو سره د مرستو په تور د ملګرو ملتونو په تور لست کې شامل دي. پمیرا وايي چې د دغو ټولنو د هر ډول فعالیتونو راپور ورکول او پر تلویزون یې ښودل د ملګرو ملتونو د اصولو او تګلارې خلاف کار دی.

په اعلامیې کې خبرداری ورکړل شوی چې "پر برېښنايي رسنیو باندې د مرستو ټولولو لپاره د دغو ټولنو د هر ډول فعالیت ښودل، د اصولو خلاف کار دی".

اعلامیه وايي دا پرېکړه یې د ملي اقدام د پلان په اساس کړی چې هدف یې د ترهګرو سازمانونو ړنګولو او د هغوی د مالي سرچینو وچول دي.

دا په داسې حال کې ده چې هند په وار وار لشکر طیبه او په پاکستان کې ځینې نورې اورپکې ډلې په هند او کشمېر کې په بریدونو تورنوي.

تر دغه اعلان څو ساعته مخکې، د لشکر طیبه مشر حافظ سعید په اسلام اباد کې په یو کنفرانس کې د ورستۍ زلزلې له ځپلو سره د مرستو په تړاو د خپلې ډلې د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.

د دوشنبې د ورځې دغه پرېکړه داسې مهال کیږي چې، یوه اوونۍ مخکې د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف واشنګټن ته راغلی وو او هلته یې له ولسمشر اوباما سره د نورو مسایلو ترڅنګ د ترهګرۍ او تروریزم د مخنیوي پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG