د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې غټ تروریست وژل شوی


په پاکستان کې غټ تروریست وژل شوی
په پاکستان کې غټ تروریست وژل شوی

په پاکستان کي د تروریستانو یو ډیر غټ مشر د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په حمله کي وژل سوی دی.

د پاکستان د استخباراتو منابعو نن د شنبې په ورځ وویل چي د القاعدې یو لوی مشر

" الیاس کشمیري " او اته کسه نور په جنوبي وزیرستان کي په یوه حمله کي وژل شوی دي.

د کشمیري خپلي ډلي هم چي ( حرکت الجهاد الاسلام ) نومیږی د هغه د مرګ په باب د فاکس په وسیله خبري سازمانونو ته اطلاع ورکړې ده. دغي ډلي ویلي دي چي کشمیري د جمعې په ورځ " شهید " شو.

امریکا کشمیري " خاص نړۍ وال تروریست " بللی و او د هغه په سر یې پنځه ملیون ډالره انعام ایښی و.

امریکا په دغي ډلي باندي د ٢٠٠٦ کال د مارچ په میاشت کی په کراچی کي د امریکا په قونسلګري باندي د حملې ملامتي اچولې وه. په دې حمله کي څلور کسه وژل سوي او ۴٨ کسه زخمي شوي وو. د امریکا یوه ستر منصفه هیات هم کشمیري په ٢٠١٠ کال کي د یوې ډنمارکۍ ورځپاڼي په دفتر باندي د حملې کولو په تور ملزم کړی و.

د ( حرکت الجهاد الاسلام ) ډلي هوډ کړی چي د کشمیري د وژل کیدو انتقام به د امریکا نه اخلي.

XS
SM
MD
LG