د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ملایان د لوډسپیکر پر کارونې محاکمه کوي


لال مسجد پخوا هم د پاکستاني پوځ د یرغل شاهد وو
لال مسجد پخوا هم د پاکستاني پوځ د یرغل شاهد وو

اسلام آباد کې ٢٣ خطیبان او امامان د جوماتونو د لوډسپیکر د غیرقانوني کارونې په تور محاکمې ته بلل شوې دي.

پاکستان کې سږ کال د عاشورا په مهال د امنیتي اندېښنو له کبله په جوماتونو کې د لوډسپیکر په کارونې بندیز لگول شوی وو. پولېسو د ۲۳ بېلابېلو جوماتونو پر امامانو تور لګولی چې له بندیز نه یې سرغړونه کړې ده.

څرګنده نده چې که دغه امامان په محکمه کې پړ وبلل شي نو څه ډول مجازات به ورکړل شي.

پاکستان کې د شیعه او سني اورپکو ډلو تر منځ اکثر تاوتریخوالی کیږي او هر کال په لسګونه کسان پدې لړ کې وژل کیږي.

د پاکستان نفوس شاوخوا ۱۹۰ میلیونه اټکل شوې. سني مذهبه د پاکستان اکثریت جوړوي خو شیعه مذهبې هم د نفوس ۱۵-۲۰ سلنه جوړوي.

امامان: پولیس مو ځوروي

د اسلام آباد د لال مسجد مشر، احتشام الحق د پاکستان سترې محکمې ته ویلي چې پولیس د دغه مسجد کارکوونکي ځوروي.

ښاغلي الحق ویلي له هغه وروسته چې په ټولنیزو رسنېو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکښې د لال مسجد د مدرسې یو ښوونکی د عراق او سورېې د اسلامي ډلې (داعش) د کړنو ننګه کوي، پولیسو د ځورولو لړۍ پېل کړې.

د لال مسجد امام او نورو مشرانو ویلي چې له دغې ویډیو او پکښې له څرګندونو سره دوې هیڅ تړاو نلري.

XS
SM
MD
LG