د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي د تورخم لاره به بیرته خلاصه کړي


پاکستان وایي د تورخم لاره به بیرته خلاصه کړي
پاکستان وایي د تورخم لاره به بیرته خلاصه کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دغه ملک چارواکي به د تورخم سرحدي لاره بیرته خلاصه کړي چې په افغانستان کې د ناټو قواوو ته مواد پرې وړل کیږي.

دغه لاره د لسو ورځو راپدیخوا پاکستان وروسته تر هغه بنده کړه چې ایتلافي قواوو د پاکستان په خاورې کې د ننه د هغوي د عسکرو په یوې سرحدې اډې باندې هوایي برید وکړ او دوه تنه عسکر یې ووژل.

وسله والو کسانو د پاکستان په جنوب لویدیځ کی د ناتو د تیلو ٢٩ ټانکرونو ته اور اچولی دی، چي دا ددغو ټانکرونو په مهمي لاري باندي چي د هغې نه افغانستان ته د ناتو مواد رسول کیږي، د حملو په لړ کي وروستۍ حمله ده.

چارواکي وایي چي څه د پاسه شلو وسله والو کسانو نن د شنبې په ورځ سهار وختي په دغو ټانکرونو باندی هغه وخت حمله وکړه چي هغه د بلوچستان په ولایت کي کوم ځای د سړک په غاړه ولاړ وو.

د تیري هفتې را پدې خوا کله چي پاکستان یوه مهمه سرحدی تاڼه بنده کړې ده، تقریبا هره ورځ یاغیان د ناتو د موادو په موټرو باندي حملې کوي. طالبانو ویلي دي چی دا حملې دوی کوي.

XS
SM
MD
LG