د لاس رسي وړ اتصالات

نرښځیان په اسلام اباد کې جومات جوړوي


په نرښځیانو کې داسې هم شته چې دیني زده کړې لري، همدوی به نورو ته تعلیم ورکوي
په نرښځیانو کې داسې هم شته چې دیني زده کړې لري، همدوی به نورو ته تعلیم ورکوي

په پاکستان کې یوه نادولتي ټولنه وايي چې ډېر ژر به د نر ښځیانو د لمانځه لپاره یو جومات ودان کړي.

په خپله د نرښځیانو د حقونو مدافعان وايي چې ټولنه ان په مذهبي چارو کې هم له هغوی سره توپیري چلند کوي.

په دغه جومات کې به له جنسي توپیر پرته هر څوک لمونځ او اودس کولی شي. د پاکستان نرښځیان هڅه کوي چې له هغوی سره د ټولنې د توپیري چال چلند پر ضد مبارزه وکړي.

په همدې حال کې مدني فعالان او د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالان په دوامداره ډول د نرښځیانو سره د ټولنې د " نا انساني چلند" پر ضد مبارزه او لیکنې کوي.

نرښخیان هڅه کوي چې له هغوی سره په ټولنه کې توپیري چلند ختم کړي
نرښخیان هڅه کوي چې له هغوی سره په ټولنه کې توپیري چلند ختم کړي

په پاکستان کې یو مدني فعال، ندیم کاشیش، امریکا غږ ته وویل چې نرښځیان هم د ټولنې د نورو انسانانو په څېر غواړي چې جومات ته ولاړ شي، عبادت وکړي، لمونځ وکړي، خو خلک ورسره ناسم چلند کوي.

ښاغلي کاشیش وویل همدغو ستونزو ته په کتو اوس غواړو چې د " رب العالمین " په نامه د نر ښځیانو لپاره یو جومات جوړ کړو.

نرښځیان وايي د دوی په جومات کې به هر مسلمان لمونځ او عبادت کولی شي
نرښځیان وايي د دوی په جومات کې به هر مسلمان لمونځ او عبادت کولی شي

په خپله نرښځیان وايي سره له دې چې د جومات جوړول اسانه نه دي، خو هغوی هوډ کړی چې دا کار به کوي او په رغولو کې یې هم برخه اخلي. دوې همدغه راز وايي له نورو خلکو به د جومات د جوړولو لپاره پېسې ونغواړي بلکې تر خپلې وسې به هم مالي مرستې کوي.

ښاغلي کاشیش وویل چې په نرښځیانو کې داسې کسان هم شته چې دیني زده کړې یې کړي دي او همدغه ډله به نورو ته تعلیمي او دیني درسونه هم ورکوي. په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر نرښځیانو د بریدونو او له هغوی سره د زور زیاتي راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG