د لاس رسي وړ اتصالات

په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا


په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا
په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا

امریکا تل دا خبره کړیده چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د بریدونو اصلي سرچینه د پاکستان قبایلي سیمې دي خو په پاکستان کې پوځي قوماندانان دا الزامونه نه مني او ادعا کوي چې هغوي په تیرو دریو کالونو کې دغه سیمې خوندي کړیدي.

د پاکستان پوځ وایي د بغاوت پر ضد په تګلارې باندې اوس غواړي چې په سیمې کې پاتې بغاوتونه هم له مینځه یوسي.

د پاکستان قبایلي سیمې چې اوه ضلعي یا ایجنسۍ لري، په لس ګونه زره د پاکستان پوځ او ملیشې پکې لګیا دي د اورپکو سره جګړې کوي او هڅه کوي چې په سیمې کې ثبات او امنیت ټینګ کړي.

د پاکستان پوځ د بغاوت پر ضد دغو عملیاتو کې د ملک په شپږو قبایلي سیمو کې د اورپکو په مرکزونو باندې عملیات کړیدي او ویل کیږي چې د همدغو سیمو د زیاتو برخو نه یې اورپکې ایستلي دي.

پاکستان چارواکو د همدې میاشتې په سر کې یو شمیر خبریالان د افغانستان پولې سره نږدې هغو سیمو ته بوتلل چې د جګړې لومړۍ کرښه ګڼل کیږي او هغوي ته یې هغه سیمې وروښودلې چې پوځ د اورپکو نه پاکې کړې وې.

د پاکستان د سرحدي قول اردو د ملیشو مشر، تورن جنرال نادر زیب چې تقریباً درې کاله وړاندې ټولې قبایلې سیمې د طالبانو او هغو اورپکو تر کنترول لاندې وې چې د القاعده د شبکې سره تړاو لري.

" اوس په 2011 میلادي کال کې یوازې د مومندو په ایجنسۍ کې یو څه سیمه پاتې ده چې انشالله ډیر ژر به پاکه شي، همدارنګه د خیبر ایجنسۍ د تیراه په سیمې کې هم ډیر لږ ځای د تصفیه کیدو نه پاتې دی او د کرمې ایجنسۍ او اورکزیو په ایجنسۍ کې داسې لږ لږ ځایونه شته چې باید پاک شي. تر دې پرته نورې ټولې سیمې پاکې شویدي. "

چارواکي وایي دا چې په سیمې کې حکومت برقراره شو، په زرګونه هغه کورنۍ چې د جګړو له وجې دیته اړ شوي ؤ چې خپل کور کلی پریږدي، بیرته خپلو ځایونو ته ستنې شویدي.

په پاکستان کې د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو UNHCR د دفتر یو تن چارواکی ټم ارون وایي د زیات شمیر هغو کورنیو سره چې ده ورسره خبرې کړیدي، دا یې ورته ویلي دي چې هغوي به بیرته د خپل ژوندانې چارې پیل کړي.

په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا
په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا

" زیات شمیر دغه کورنۍ بزګران وو او ویل یې پدې ډاډه دي چې خپل کور کلي ته تر ستنیدو وروسته به خپل کر کیلی شروع کړي. نو داسې ښکاري چې دغه کورنۍ سیمې ته تللي دي او هر څه یې پخپلو سترګو کتلي دي او تر هغه وروسته یې دا پریکړه کړیده. "

د مومند ایجنسۍ یو تن قومي سپین ږیری وایي چې طالبانو په سیمې کې ټول کسان یرغمل نیولي وو او ځوانان یې په زور مجبوره کول چې د هغوي سره یو ځای شي خو هغه وایي چې اوس هر څه په عادي بڼه روان دي.

سره لدې چې پاکستان ، ناټو او امریکا د تروریزم پر ضد جګړې کې انډیوالان دي خو د امریکا او ناټو په مشرۍ نړیوالو قواوو تل د پاکستان پوځ پدې ملامتوي چې د د هغو اروپکو مخه نه نیسي چې د پولې نه راوړي او په افغانستان کې په هغوي باندې بریدونه کوي.

پاکستاني چارواکي وایي چې هغوي څه نا څه دغې اندیښنې ته چاره کړیده خو هغوي اوس د ناټو په قواوو باندې دا ملامتي اچوي چې د نورستان او کنړ په ولایتونو کې یې خپلې سرحدي پوستې پریښې دي او په همدې خاطر هغه پاکستاني طالبان چې د قبایلي سیمو نه تښتیدلي دي د افغانستان د طالبانو سره یو ځای د پاکستان په امنیتي قواوو باندې حملې کوي.

تورن جنرال نادر زیب یو ځل بیا:

" زمونږ اصلي ستونزه همدا ده ځکه تاسو به اوریدلي وي چې مونږ څو ځله دلته د اورپکو پر ضد عملیات وکړل خو هغوي بیرته راځي ځکه چې هغوي د کنړ ولایت ته ځي او دهغه ځای نه بیرته دیخوا راوړي. "

په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا
په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګ ادعا

په واشنګټن کې د تروریزم ضد چارواکو د بغاوت پر ضد د پاکستان د پوځ د هڅو په اړه اندیښنې ښودلې دي. او حتی پخپله په پاکستان کې هم یو شمیر انتقاد کوونکي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د پرمختګونو په ادعا باندې شک او تردید لري. په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر ایاز وزیر پدې اړه داسې وایي:

" په کوم ځای کې امنیت ټینګ شویدی، مومند همدا اوس په اور کې سوځي، په جنوبي وزیرستان، باجوړ او د اورکزیو په ایجنسیو کې اورونه بل دي. "

خو د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال اطهر عباس دغه انتقادونه ردوي او داسې وایي:

" مونږ هر ګام په خورا احتیاط سره اخلو، مونږ غواړو چې د هر پوځي عملیات تر بریالي کیدو وروسته، د خلکو ملاتړ تر لاسه کړو او هر څه باید چې خلکو ته په لاس ورکړو. نو په همدې خاطر عملیات په خورا احتیاط سره کیږي او سوکه روان دي. "

پداسې حال کې چې پاکستان د ملک په شپږو قبایلي علاقو کې د بریالیتوب خبرې کوي خو امریکا او زیات شمیر خپلواک څارونکي بیا وایي چې شمالي وزیرستان اوس هم په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو په روانو هڅو کې یو ستر خنډ دی.

د حقاني شبکه چې د القاعده د شبکې سره تړاو لري، په شمالي وزیرستان کې دیره ده او ویل کیږي چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې په ناټو او امریکایي قواوو باندې وژونکي بریدونه همدغه ډله کوي.

داسې آوازې هم شته دي چې د حقاني شبکه د پاکستان د استخبارتو د ادارې ISI سره هم اړیکې لري او د پاکستان د پوځ سره هم دښمني نلري. خو د پاکستان پوځ بیا وایي چې دوي د دې شبکې سره هیڅ اړیکې نلري.

XS
SM
MD
LG