د لاس رسي وړ اتصالات

د مومند اجنسۍ په یو ځانمرگې برید کې پنځه تنه ووژل شول


د جماعت احرار ډلې په لاهور کې د دوشنبې د ورځې د حملې مسؤلیت هم په غاړه اخیستی دی
د جماعت احرار ډلې په لاهور کې د دوشنبې د ورځې د حملې مسؤلیت هم په غاړه اخیستی دی

د خیبر پښتونخوا ایالت د مومندو په اجنسۍ کې د پاکستان د یو دولتي دفتر بهر په یو ځانمرگي برید کې نن د چارشنبې په ورځ پنځه تنه ووژل شول.

د افغانستان پولې ته څیرمه د مومندو د اجنسۍ ددغه برید مسؤلیت د پاکستان د تحریک طالبان یوې ډلې په غاړه اخیستی دی.

پاکستاني پوځیانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ځانمرگي بریدگر خپل منفجره مواد وروسته له هغې وچول چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ودراوه. د پاکستاني پوځیانو په وینا امنیتي قواو دوهم بریدگر په ډزو کې وواژه.

د پاکستاني طالبانو اړوند د جماعت احرار ډله چې د پیښې مسؤلیت یې منلی خبریالانو ته په یو استول شوي ایمل کې همداشان په لاهور کې د دوشنبې د ورځې د حملې مسؤلیت هم په غاړه اخیستی دی. د لاهور په تروریستي حمله کې د پنځه پاکستاني پولیسو په گډون ١٣ کسان وژل شوي وو.

د جماعت احرار ډلې ویلي دي چې د لاهور حمله د پاکستان د حکومت، امنیتي ځواکونو، قضا او ددې هیواد د سکولار سیاسي گوندونو پر وړاندې ددې ډلې د حملو پیل دی.

د رویترز اژانس رپوټ ورکوي چې په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې امنیت ښه شوی، خو سخت دریځه ډلې اوس هم په دې هیواد کې یو لوی امنیتي گواښ دي. د ٢٠١۴ میلادي کال راهیسې د پاکستان پوځ د هغه هیواد په شمال لویدیځ کې د ترهگرو پر ضد تهاجمي بریدونه پیل کړي، خو بیا هم سخت دریځه ډلې توانیږي چې خپلو حملو ته دوام ورکړي.

تیر کال همدغو سخت دریځو ډلو د لاهور د ښار د پارک د بمي حملې مسولیت منلی و چې په کې ٧٠ تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG