د لاس رسي وړ اتصالات

د نواز شریف ځانگړی سلاکار واشنگټن ته راغی


پاکستان د ټرمپ او نواز شریف د خوږې تیلیفوني مکالمې د څخه د واشنگټن سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.
پاکستان د ټرمپ او نواز شریف د خوږې تیلیفوني مکالمې د څخه د واشنگټن سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.

د صدراعظم نواز شریف ځانگړی سلاکار طاریق فاطمي په لس ورځني سفر واشنگټن ته راغلی دی او د کانگرس له غړو او سناتورانو سره د لیدلو تر څنگ به په علمي او تحقیقاتي مرکزونو کې د پاکستان د دریځ دفاع وکړي.

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستاني صدراعظم نواز شریف ترمنځ غیر دیپلوماتیکو او دوستانه خبرو، داسې گنگوسې زیږولې دي چې کیدای شي نوی ولسمشر به د پاکستان سره د بې باورۍ د له منځه وړلو لپاره غیر معمول لارې چارې وکاروي.

د ټرمپ او نواز شریف ترمنځ په تیلیفوني مکالمه کې، چې متن یې پاکستان خپور کړ، داسې راغلي دي "ټرمپ نواز شریف ته وویل "ته یو ډېر عالي سړی یي او ډېر عالي کارونه کوې" په متن کې راغلې دي چې ټرمپ وویل "زه غواړم چې دغه عالي هیواد ته چې زبردسته ولس لري، سفر وکړم".

د تیلیفوني مکالمې متن په واشنگټن کې د دیپلوماتیکو اصولو په اړه تاوده بحثونه راوپارول، خو د پاکستان حکومت ډېر ژر مټې راونغاړلې چې له دې موقع څخه د اړیکو د ښه کولو استفاده وکړي.

په بهرنیو چارو کې د صدراعظم نواز شریف ځانگړي سلاکار طارق فاطمي نن د دوشنبې په ورځ په واشنگټن د ټرمپ د نژدې سلاکارانو سره لیدل پیل کړل او هڅه کوي چې د ټرمپ او نواز شریف د تیلفوني هوکړو په اساس د امریکا له نوي حکومت سره نوې اړیکې پیل کړي.

ښاغلي فاطمي ویلي دي چې په لس ورځني سفر راغلی دی او د کانگرس له غړو و سناتورانو سره د لیدلو تر څنگ به د واشنگټن په علمي او تحقیقاتي مرکزونو کې پاکستان د دریځ دفاع وکړي.

د ټرمپ او نواز شریف په مکالمه کې راغلي دي چې ټرمپ وویل "چمتو چې د پاکستان د ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړم". فاطمي وایي په دې خبره کې د ټرمپ هدف د کشمیر د کشالې په حل کولو کې مرسته کول دي.

د تیلیفوني مکالمې د متن ارزښت په ډهلي کې هم احساس شو، خو هندي چارواکو د ښاغلي ټرمپ خبرې د پاکستان په څیر معنی نکړې. هغوی وویل چې د ټرمپ موخه په کشمیر کې منځگړتوب کول نه دي.

په واشنگټن کې د ووډرو ویلسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو څیړونکی مایکل کوگلمین وایي "د ټرمپ د بخبرو معنی کول اسان کار نه دی، هغوی موږ ډېر ځلې په شک کې اچولي یو، خو ددې معنی دا هم نه ده چې موږ سهوه نه شو کولی، څیړونکو د ټرمپ بریا هم سم نه و سنجولي"

د ټرمپ خبرې څومره او یا څه ډول عملي کیږي، خو فعلاً اسلام اباد او نواز شریف دواړه د هغه له تیلفوني ستاینو خوند اخلي.

XS
SM
MD
LG