د لاس رسي وړ اتصالات

د پاک-ترک د ښوونځیو ښوونکي باید له پاکستان نه ووځي


پاک - ترک ښوونځي د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې فعالیت کوي
پاک - ترک ښوونځي د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې فعالیت کوي

د پاکستان حکومت د ترکیې د نړیوالو ښوونځیو کارکوونکو ته د یکشنبې تر ورځې وخت ورکړی چې له دې هیواد څخه ووځي.

د پاک-ترک د ښوونځیو د کارکوونکو د ایستلو امر رد چارشنبې په ورځ پاکستان ته د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان له سفر څو ساعته وروسته وشو.

د پاک-ترک نړیوال ښوونځي د پاکستان په سترو ښارونو کې شاوخوا ١١ زره زده کوونکي لري.

د پاک-ترک د ښوونځیو مسؤلین د پاکستان د حکومت د ناڅاپي تصمیم په وجه ژوره اندیښنه څرگنده کړې ده، ځکه ددې ښوونځیو څه دپاسه ٥٠٠ کارکوونکي او کورنۍ یې باید د دریو ورځو په ترڅ له پاکستان څخه ووخي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو مقام د امریکا غږ سره په خبرو کې د پاک-ترک د ښوونځیو د کارکوونکو د ایستلو امر تائید کړ او ویې ویل چې ددغو کسانو د ویزو نیټ پای ته رسیدلې ده.

انقره ناراضه روحاني فتح الله گولن د ترکیې په ناکامې کودتا کې په لاس لرلو تورنوي. داسې باور دی چې د ترکیې نړیوال ښوونځي چې په افغانستان کې د افغان – ترک په نامه مشهور دي فتح الله گولن ته د منسوبې خیریه موسسې له لورې تمویل او چلیږي.

گولن چې د نورو ادیانو سره د دیالوگ لرلو په پیغام د سني اسلام مبلغ دی، د نړۍ په ١٦ هیوادونو کې نژدې ۲۰۰۰ روزنیز بسنټونه پرمخ بیایي. خو د ترکي نړیوالو ښوونځیو شبکه د فتح الله گولن سره هر ډول اړیکه درلودل ردوي.

د ښاغلي اردوغان حکومت په ترکیه کې د کودتا له ناکامۍ وروسته د گولن پلویان وکوبل او د پاکستان او افغانستان نه یې وغوښتل چې د گولن اړوند تاسیسات وتړي.

گولن چې د امریکا په متحده ایالاتو کې په پخله خوښه په جلاوطنۍ کې ژوند کوي د ترکیې په ناکامه کودتا کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د ترکیې جمهور رئیس اسلام آباد ته له تگ دمخه پاکستان د هغه په وینا "د گولن د ترهگریز سازمان پر ضد اقدام" په وجه وستایه.

ټاکل شوی چې ښاغلی اردوغان د پاکستان د صدراعظم نواز شریف سره له کتلو وروسته د هغه هیواد د پارلمان په خاصه غونډه کې گډون او وینا وکړي.

د ترکیې او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله نژدې اړیکې د اردوغان او شریف د واکمنۍ پر وخت نورې هم ټینگې شوی دي.

XS
SM
MD
LG