د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پر څو پوځي قطعو باندې د آمریکا مرستې بندې شوې


A fire still burns after a tugboat and barge hit a gas pipeline on March 12, 2013, in Perot Bay in Lafourche Parish, Louisiana, USA, about 30 miles south of New Orleans.
A fire still burns after a tugboat and barge hit a gas pipeline on March 12, 2013, in Perot Bay in Lafourche Parish, Louisiana, USA, about 30 miles south of New Orleans.

جگپوړي امرېکايي چارواکي وايي چې د اوباما حکومت د پاکستان په څو پوځي ېونټونو باندي نظامي مرسته له دې امله بنده کړې ده چې گومان کېږي په غټه پېمانه ېې د بشري حقوقو څخه په سرغړونو کې لاس درلوده.

امرېکايې چارواکي وايي چې د اوباما حکومت دهغه قوانینو نه په استفاده دا کار کوي چې په نونس سوه اوه نوي مېلادي کال کې نافذ شوي وو او مقصد ېې دا و چې د کومو هېوادونو په پوځونو چې دبشري حقوقو څخه د سرغړونو گومان کېږی باېد امرېکا پرې خپلې پوځي مرستې بندې کړي.

وېل کیږي چې پاکستاني قواوو دطالبانو پر خلاف د پوځي عملېاتو په وخت په ملکي کسانو او بې وسلې قېدېانو باندې ظلمونه او تېریْ کړیْ دی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه واېې چې امرېکاېي چارواکو په دې اړه په انټرنېټ باندې د ېوه وېدویي فلم د راښکاره کېدلو نه وروسته وارخطا شول . په دغه فلم کې په عسکري ېونوفورم کې مبلوس پاکستاني عسکر ښودل کېږي چې شپږ تنه ځوانان ېې ېو ځای قطار ودرول او وروسته یې ووېشتل او چار ماري ېې کړل.

نېوېارک ټاېمز وایې که څه هم دې وخت کې چې د پاکستان ېو شمېر لوړ رتبه پوځي او ملکي چارواکي په واشنگټن کې له امرېکایي چارواکو سره غونډه کوي، تر اوسه پورې لا امرېکا پاکستان ته دخپلی فېصلې په اړه خبر نه دی ورکړی.

د پاکستاني او امریکايی چارواکو تر مینځ خبرې نن پای ته رسېږي او هیله کېږي چې امرېکا به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پاکستان سره د دوه ملېاردو ډالرو مرستې ژمنه وکړي چې د افغانستان د سرحد سره نژدې د طالبانو پر خلاف وجنگېږي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس واېې چې دامرېکا خارجه وزېره هېلري کلنټن او دپاکستان خارجه وزېر شاه محمود قرېشي به د مرستې پېکېج نن دخبرو په پای کې په ډاګه کړي.

XS
SM
MD
LG