د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد د آمریکا سفیر احضار کړی


اسلام آباد د آمریکا سفیر احضار کړی

اسلام آباد د آمریکا سفیر احضار کړی

پاکستان خپل ځان دامرېکا او افغانستان ترمنځ د درې اړخېزو مذاکراتو نه گوښه کړیْ دیْ . دپا کستان حکومت دا اقدام نن وروسته دهغه نه وکړچې پرون دشمالي وزېرستان په قباېلی سېمه کې دامرېکا دېوې بی پېلوټه الوتکې په برېد کې ٣٨ کسان ووژل شول.

دپاکستان دبهرنېو چارو د وزارت سکرتر سلمان بشېر نن په اسلام اباد کې دامرېکا سفېر کمېرون منټر، د بهرنېو چارو وزارت ته راوغوښته اود پرونۍ حملې له امله ېې پرې ډېرکلک احتجاج وکړ.

دپاکستان دبهرنېو چارو سکرتر دامرېکا سفېر ته ووېل چې دغه شان هواېې حملی مونږ ته د مننې وړ نه دي او دټولو بشري موازېنو او قوانېنو نه ښکاره او څرگنده سرغړونه ده.

د پاکستان ملکی او پوځي مشرانو ټولو پرونۍ حمله غندلې ده. دغه حمله په داسي حال کی وشوه چې دشمالي وزېرستان د دته خېلو په کلي کې په ېوه کورکې قباېلی ملکانو خپله ېوه غونډه کوله.

دپاکستان داستخباراتو مامورانو ددغې حملی نه وروسته وېلي ؤ چې وسله وال طالبان یې وژل دي او ېو شمېر قوماندان ېې هم په کی دي.

دپاکستان دبهرنېو چارو دوزارت سکرتر دامرېکا سفېر ته ووېل چې باېد دامرېکا او پاکستان ددوه اړخېزو اړېکو په ټولو بنېادي ابعادو باندې له سره غور وشي او بدلون باېد په کې راوستل شي. هغه زېاته کړه چې امرېکا باېد داسی ونه گڼې چې پاکستان به په هره څه باندي خپل ځان غلی نېسي. سلمان بشېر ووېل چې د موجوده شراېطو په نظرکې نېولو سره پاکستان نه غواړي چې دافغانستان او امرېکا سره په خبرو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG