د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سپینې ماڼۍ راپور رد کړ


سپېنه ماڼۍ په هرو شپږو میاشتو کې کانگرس ته په افغانستان او پاکستان کې د پرمختگ راپور ورکوي.

سپېنه ماڼۍ په هرو شپږو میاشتو کې کانگرس ته په افغانستان او پاکستان کې د پرمختگ راپور ورکوي.

پاکستان د امریکا د حکومت هغه راپور رد کړی چې په کې القاعدې او طالبانو پر خلاف د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو باندې انتقاد شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې تهمنې جنجوا نن وویل چې په افغانستان کې د لویدیځو قدرتونو د ناکامۍ مسوولت او پړه باید د پاکستان پر غاړه ونه غورځول شي.

مېرمن جنجوا وايي چې پاکستان طالبانو او القاعدې سره په جنگ کې ډېره قرباني ورکړې ده.

هغې وویل چې د امریکا د حکومت په راپور کې د پاکستان هلو ځلو ته اشارې د هغې په وینا بې جوازه دي.

سپېنې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ د امریکا کانگرس ته د جنگ په باب یو راپور ولېږه. په راپور کې ویل شوي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د وسله وال پاڅون د ناکامولو لپاره هېڅ ډول واضح او څرگنده لاره نه لیدل کیږي.

د امریکا حکومت وايي چې د پاکستان پوځ ددې توان نه لري چې طالبان هغو سېمو ته د راستنېدلو نه منع کړي چې د پوځي عملیاتو په دوران کې یې نیسي. راپور وايي همدغو سیمو ته طالبان بیا راځي اونیسي یې.

د امریکا د حکومت په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د پوځ کوښښونو پرمختگ کړی دی خو د طالبانو په مقابل کې چې کومې گټې کړي، د راپور په وینا کمزوري دي.

سپېنه ماڼۍ په هرو شپږو میاشتو کې کانگرس ته په افغانستان او پاکستان کې د پرمختگ راپور ورکوي.

XS
SM
MD
LG