د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د امریکا د پوځ د مشر نیوکې رد کړې


پاکستان د امریکا د پوځ د مشر نیوکې رد کړې
پاکستان د امریکا د پوځ د مشر نیوکې رد کړې

د پاکستان پوځ وايي چې ددغه ملک د وسله والو قواوو لوي درستیز جنرال اشفاق کیاني هغه نیوکې رد کړي دي چې د ترهګرۍ پر خلاف د پاکستان پر هلو ځلو شوې وې. هغه د پوځ د هلو ځلو نه پرون د چارشنبې په ورځ د امریکا د وسله والو قواوو د لوي درستیز سترجنرال مایک مولن سره د لیدو پر وخت دفاع وکړه.

د پوځ په یوې بیانیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د پاکستان پوځ ویلي چې د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني د پاکستان په باب هغه منفي پروپاګند رد کړی دی چې وايي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې په کافي اندازه هلې ځلې نه کوي. په بیانیې کې راغلي دي چې جنرال کیاني د امریکا د وسله والو قواوو د لوي درستیزانو د کمېټې ریْس، د سمندري قواوو سترجنرال مایک مولن ته وویل چې د پاکستان د پوځ روانې هلې ځلې ددغه ملک ملي اراده ښيي چې غواړي ترهګرۍ ته ماتې ورکړي.

دغه راز د پاکستان د پوځ مشر جنرال کیاني د بې پیلوټه الوتکو په باب د پاکستان پر دریځ باندي یو ځل بیا ټینګار وکړ او وېویل چې دغه راز حملې په خلګو کې خورا بدماني شوي دي. هغه زیاته کړه چې په روانه مبارزه کې د خلګو ملاتړ یوه کلیدي مسله ده.

مولن پرون د چارشنبې په ورځ اسلام آباد ته د یوه دوه ورځنیز سفر په ترڅ کې وویل چې د پاکستان د استخباراتو د سازمان ځیني غړي د حقاني د شبکې سره ډیرې پخوانۍ اړیکې لري.

سترجنرال مایک مولن داسي وویل:

د پاکستان د استخباراتو اداره یا آی اس آی د حقاني د شبکې سره پخوانۍ اړیکې لري. دا په دې معنی نه ده چې ټول په آی اس آی کې دغه راز اړیکې لري خو دا مسله حقیقت لري چې ځیني کړۍ شته چې دغه راز اړیکې یې ساتلي دي. زه په دې هم پوهېږم چې د آی اس آی او د پوځ د استخباراتو اساسي هدف دا دی چې د پاکستان اتباوې وژغوري. دوي په ځینو مواردو کې خپل دغه هدف ته د رسیدو دپاره د حقاني د شبکې سره هم اړیکې ساتلي دي چې دا مسله باید د وخت د تیریدو سره واضیح او حل و فصل شي. زه به د پاکستان د پوځ د مشر او نورو مشرانو سره پر همدغو مسلو باندي خبري وکړم خو دا هم باید ووایم چې دا مسایل په یوه ورځ نشي حل وفصل کیدای.

خو پاکستان بیا ددغې شبکې سره چې په افغانستان کې د ناټو او افغان قواوو پر ضد جنګېږي، هر ډول اړیکې ردوي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړۍ ځل دی چې امریکايي مامورین په مستقیمه توګه پر آی اس آی باندي نیوکه کوي او د حقاني شبکې سره د هغوي د اړیکو مسله راپورته کوي. د مولن د خبرو نه داسي ښکاري چې که څه هم امریکا هڅه کوي چې د پاکستان سره خپلو ډیپلوماتیکي اړیکو ته لا وده ورکړي خو تر هغه ځایه چې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې مسله مطرح ده نو امریکا غواړي چې پاکستان په دې برخه کې لا زیاتې هلې ځلې وکړي په تیره بیا د حقاني د شبکې په برخه کې.

همد اشان د سمندري قواوو ستر جنرال مایک مولن د لشکر طایبه ډلې په باب هم اندېښنه څرګنده کړه او داسي یې وویل:

زه د لشکر طایبه د ډلې په باب هم اندېښمن یم. ځکه دغه ډله مخ پر ودې ده او اوس نه یواځي هند ته ګواښ دی بلکې ټول لویدیځ ته ګواښ دی. داسي ښکاري چې لشکر طایبه ځیني نړیوال مرامونه لري. بله مسله دا ده چې په سیمه کې د ترهګرو یو شمیر شبکې فعالیت کوي چې د یوه بل سره تړاو نلري خو مشترکات یې ترمنځ موجود دي او ورته اهداف لري. زه فکر کوم چې مونږ ټولو ته په کار ده چې ددغو شبکو د ختمولو دپاره ژر تر ژره اقدام وکړو.

د یادونې وړ ده چې د مولن سفر پا کستان ته په داسي حال کې وشو چې دمخه لا د سي آی ای د یوه قراردادي او د بې پیلوټه الوتکو د حملو په خاطر د دواړو ملکونو ترمنځ اندېښنې موجودې دي. د بلي خوا نه سپینې ماڼۍ هم په یو خپاره شوي ریپوټ کې د پاکستان د تروریزوم خلاف پر هلو ځلو باندي نیوکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG