د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د سرحدي برېد په برخه کې د امرېکا تحقېقات رد کړېدي


پاکستان د سرحدي برېد په برخه کې د امرېکا تحقېقات رد کړېدي

پاکستان د سرحدي برېد په برخه کې د امرېکا تحقېقات رد کړېدي

د پاکستان پوځ دهغو تحقېقاتو نتاېج رد کړېدي چې امریکا د تېرې مېاشتې د هغه برېد په برخه کې کړېدي چې د پاکستان او افغانستان په سرحد کې دپاکستان 24 تنه عسکر پکې ووژل شول.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ وویل چې ددغو تحقېقاتو په نتېجه کې چې څه معلومات لاسته راغلي دي په هغې کې ټول حقاېق ندی بیان شوي او دوي به دېته تفصیلي ځواب هغه وخت ورکړي چې کله دوي ددغو تحقېقاتو رسمي رپوټ ترلاسه کړي.

دامرېکا د دفاع د وزارت چارواکوددغه برید پړه د پنجشنبې په ورځ په دې ور واچوله چې دتېرې مېاشتی په مسلې کې د امرېکا او پاکستان دقواوو ترمنځ په کافې اندازه همکاري اوتفاهم موجود نه و.

دامرېکایي قواوو برید جنرال سټېفېن کلارک چې ددغو تحقېقاتو مشري ېې کوله ووېل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غټه بې باوري د دې مانع شوېده چې ېوبل ته دعسکرو او جگړې دځای په برخه کې تفصیلي معلومات ورکړي.

دامرېکا د دفاع وزارت نطاق جورج لېټل ووېل تحقېقاتو دا وښودله چې د امریکا قواوو د هغه وخت د معلوماتو پر اساس هغه وخت د ځان ددفاع په خاطر د مناسبې قوې نه کار واخیستی چې پرې ډزې وشوې.

هغه ووېل چې دامرېکا منصبدارانو د نقشو نادرست معلومات له پاکستان سره شرېک کړی و، او هماغه ددې سبب شو چې، د سرحد په اوږدو کې د پاکستان د عسکرو د موقعېت په برخه کې غلط فهمۍ را پېدا شوې . په معلوماتو کې همدا او نور نواقص چې د فعالېتونو او دعسکري ېونټونو د موقیعتونو په برخه کې وو، ددې سبب شول چې دغه غمجنه پیښه منځته راولي.

خو تحقېقاتوداهم وښودله چې دامرېکا د قواو له خوانه په دې برخه کې کوم قصدي اقدام ندی شوی چې یا د پاکستان قواو ته نادرست معلومات ورکړی ، بې لارې ېې کړي او ېا پرې برېد وکړي.

دامرېکا پوځ په دې برخه کې خپله ژوره اندېښنه او خواشېني څرگنده کړه او دزړه له کومي ېې خپله خواخوږي ددې پېښې له ا مله وړاندي کړله. خو هغوي د پاکستان دهغې غوښتنې په پوره کولو کې پاتې راغلل چې د بشپړ معذرت غوښتنه کوي.

پاکستان له دېنه انکار وکړ چی په تحقېقاتوکې مرسته وکړي. د پنټاگان چارواکود پنجشنبی په ورځ ووېل چې د پاکستان د قواوو لوي درستېز جنرال اشفاق کیاني ته دامرېکا د قواو له خوانه د تحقېقاتوپه برخه کې معلومات ورکړل شوېدي.

نور تفصېل :

په افغانستان کې دناټو قواو له خوانه ووېل چې دوی د تحقېقاتوله نتاېجوسره موافق دي. د دغو تحقېقاتواصلي علت دا دی چې د سږکال د نومبر په مېاشتې کې دناټو دقواوو له خوانه دپاکستان په ېوه سرحد ي پوسته باندې برېد وشو او په نتېجه کې ېې 24 تنه پاکستاني عسکر ووژل شول. د امرېکا اوپاکستان اړېکې له مخکی هم ترخې شوي وې او دې پېښې نورې هم پسي ترخی او ترېنگلې کړلې. اسلام اباد مخکي تردې امر کړی و چې د امرېکا قواوې له پاکستان څخه ووزي اود پاکستان هوايي مېدانونه دي نور نه استعمالوي. پاکستان پردې سربېره د نامعلوم وخت لپاره هغه دوې مهمې لارې بندي کړلی چې دناټو لپاره افغانستان ته اکمالات ورسوي.

د امرېکا رسنېو دپنجشنبې په ورځ د ېونا معلوم امرېکايي چارواکي له قوله ووېل چې ناټو اسلام اباد ته نه وو ، وېلي چې دوي هلته عملېات کوي، نوښايي دا کار ددی سبب شوي وي چې د پاکستان قواوو، د اېتلاف پرقواو د طالبانو گومان کړی وي، او په نتېجه کې یې دا غمجنه پېښه منځته راغله.

XS
SM
MD
LG