د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان د امریکا سره پر اړیکو باندي غونډه کوي


د پاکستان پارلمان بله اونۍ د امریکا سره د خپلو اړیکو په اړه د بحث لپاره غونډه کوي. د AP خبري آژانس وایې چې د پاکستان پارلمان به آمریکا سره په افغانستان کې د همکارۍ لپاره یو لړ نوي شرایط او مقررات منظور کړي او هم به د ناټو دځواکونو داکمالاتو پر مخ د لارو دبیا خلاصولو په اړه پریکړه وکړي.

کله چې پروسږکال په نوامبر کې دناټو په یوه هوایي حمله کې دپاکستان دپوځ ٢۴ عسکر د مومندو په ایجنسۍ کې ووژل شول، نو پاکستان په افغانستان کې د ناټو د اکمالاتو لارې وتړلې. خو اي پي اژانس وایې داسې ښکاري چې پاکستاني چارواکي کوښښ کوي چې ددغې پېښې نه گټه پورته او په افغانستان د آمریکا او ناټو سره د خپلې همکارۍ په بدل کې زېات فیسونه لاس ته راوړي.

اژانس وایې چې دافغانستان په اړه ، اسلام اباد او واشنگټن دواړه یو دبل مرستې او همکارۍ ته اړ دي. کله چې په آمریکا باندې په ٢٠٠١ مېلادي کې حملې وشوې او امرېکاېې ځواکونه افغانستان ته ولاړل نو پاکستان او آمریکا خپله ملگرتیا اعلان کړه. دناټو او امریکایی ځواکونو زیاتره غیرحربي او لوژیستکي اکمالات زیاتره د پاکستان پر لارو وړل کېږي.

اژانس وویل کله چې آمرېکا دافغانستان نه ووځي، نو د پاکستان زمکینو او هوایې لارو ته به اړتېا ولري. توقع ده چې د پاکستان پارلمان به د ناټو د عسکرو او پوځي وسایلو دانتقالولو په بدل کې لوړ فیسونه وغواړي.

XS
SM
MD
LG