د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د خیبر لارې په بیا خلاصولو کې نرمي ښودلې


پاکستان داسي نښې څرګندې کړي چې وايي د ناټو د کاروانونو پر وړاندې دي د اکمالاتو لاره بیا پرانیستل شي. پاکستان دغه لاره پروسږکال د نومبر په میاشت کې وروسته له هغه نه وتړله چې د امریکا په سهوي هوايي بمباریوو کې ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل شول.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر نن د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې پاکستان غواړي چي د سرحدي حملې مسله نور وتړل شي او دغه هیواد خپلو عادي برنامو ته ادامه ورکړي. میرمن رباني کهر وویل چې پاکستان خپل دریځ واضیح کړ او اوس مونږ ته په کار ده چې مثبت اړخ ته راشوو او د امریکا سره خپلې اړیکې ښې کړو.

په عین حال کې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني نن د دوشنبې په ورځ وویل چې حکومت یې د امریکايي چارواکو سره د خیبر اکمالاتي لارې په هکله جدي خبري پيل کړي دي چې نتایج به په پای کې ولري.

پاکستان په واري واري ویلي دي چې امریکا دي د نومبر دمیاشتې د پېښې په هکله بخښنه وغواړي. د امریکا متحده ایالاتو یې پر ځای د ډاډګیرنې مراتب وړاندي کړي دي.

امریکايي چارواکي د پاکستاني اړخ سره په خبرو کې ښکیل دي چې د خیبر اکمالاتي لاره بیا پرانیزي. دغه خبري په داسي حال کې کېږي چې راتلونکې اونۍ د ناټو په عمومي غونډه کې په شیکاګو کې د افغانستان پر راتلونکې باندي خبري کېږي. پاکستان دغې غونډې ته نه دی رابلل شوی.

XS
SM
MD
LG