په داسي حال کې چې امریکا او پاکستان دواړه هلې ځلې کوي چې خپلې ستونزمنې اړیکې جوړې کړي په افغانستان کې ۱۸ ساعته جګړه چې د ادعا له مخې په پاکستان کې دیره یاغي ډلو له خوا شوې ده او په اهدافو کې په افغانستان کې د امریکا سفارت هم شامل و، کولای شي چې د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ تازه اندېښنې راپیدا کړي.
د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ریپوټ ورکوي چې د افغانستان وروستۍ حملې به په واشنګټن کې د پاکستان پر لیوالتیا باندي چې په خپله خاوره کې د یاغیانو پر ضد اقدامات وکړي ښايي نوي اندېښنې راوپاروي. په پاکستان کې یاغي ډلې فعالیت کوي چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې اهداف په نښه کړي. خو د ولسمشر اوباما حکومت باید پر پاکستان باندي هر ډول ممکنه اهتراز په فکر سره وکړي ځکه نورې برخې هم دي چې په کښي د پاکستان همکاري د واشنګتن دپاره اړینه ده. په دوي کې د ناټو د کاروانونو پر وړاندي د پاکستان د لارې خلاصولو او د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان د همکارۍ مسلې شاملې دي.
دغه تازه انکشافات یو ورځ وروسته له هغه کېږي چې د پاکستان پارلمان د امریکا سره داړیکو دپاره نوي طرزالعملونه تصویب کړل چې په لړ کې یې واشنګټن هیله لري چې د خیبر اکمالاتي لاره بیرته خلاصه شي.
پاکستان دغه لاره تیرکال وروسته له هغه نه وتړله چې د نومبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه د ناټو په هوايي بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني عسکر ووژل شول.د پېښې نه وروسته څو میاشتې په کښېوتې چې د پاکستان حکومت د امریکا سره بیرته اړیکې و نورمال حالت ته راستنې کړي. دا په یوه داسي هیواد کې چې د امریکا ضد ذهنیت په کښي پراخ دی، یو ستونزمن کار ګڼل کېږي.
افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې یو وسله کس چې د عملیاتو په لړ کې یې نیولې دی ویلي دي چې په کابل او درو نورو ولایتونو کې هم مهالي بریدونه په پاکستان کې میشتې د حقاني ډلې کړي دي.
حقاني یو یاغي ډله ده چې په پاکستان کې فعالیت کوي او ویل کېږي چې د پاکستان د استخباراتو د ادارې یا آی ایس آی سره لاس لري.
په عین حال کې د پاکستان د استخباراتو یوه مامور نن د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د حقاني پر شبکې باندي تورنه یواځي ادعاګانې دي. هغه چې د نوم د نه افشا کیدو په شرط د مطبوعاتو سره خبري کولې وېوېل چې هر ځل چې یو څه وشي نو پړه یې زمونږ پر خوا را اچول کېږي.
ریپوټ وايي چې که چیري د افغانستان په پرونۍ حملو کې د حقاني د شبکې نقش تایید شي نو دا به د ولسمشر اوباما حکومت د یوه حساس وضیعت سره مخامخ کړي. د یوې خوا نه به د کانګرس له خوا پر فشار وي او دبلي خوا نه به د خپل جمهوري غوښتونکي سیال میت رامني له خوا پر فشار وي چې پر پاکستان باندي نیوکه وکړي. خو امریکا پاکستان ته په افغانستان کې د سولې د بهیر او دغه راز د اکمالاتي لارې په خاطر ضرورت لري.