د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د امریکا پوځي مرستو ته اړتیا نلرو


پاکستان: د امریکا پوځي مرستو ته اړتیا نلرو
پاکستان: د امریکا پوځي مرستو ته اړتیا نلرو

د پاکستان د پوځ ویاند وایي د امریکا دا تصمیم به، چې پاکستان ته ۸۰۰ ملیون ډالره نظامی مرسته معطلوی، د دوی په عملیاتو باندې اغیزه ونکړي.

ډګر جنرال اطهر عباس نن وویل، پوځ د خارجي ملاتړ نه پرته هم خپل عملیات کولای شي.

پرون د سپینی ماڼۍ ویاند ویلیم ډیلي د اې.بي.سي تلویزیون ته وویل چې امریکا تصیمم نیولی دی چې پاکستان ته د ملیونو ډالرو نظامي مرسته بنده کړي.

ښاغلي ډیلي وویل پاکستان د تروریزم په ضد جنګ کې د امریکا یو مهم انډیوال دی، خو ځینې داسی ګامونه یې اخستي دي چې واشنګتن د هغو پر بنا ځینې نظامي مرستې نه ورکوي.

ډیلي په دې باره کې نور تفصیل ورنکړ.

د امریکایی مامورینو له قوله ویل شویدي چې امریکا، د پاکستان نه د امریکا د نظامی استادانو د ایستلو او امریکایی پرسونل ته په ویزو باندې د محدودیت د لګولو په بدل کې دغه اقدام کوي.

تحلیل ګران وایي د مرستو د بندولو او ځنډولو مقصد دا هم دی چې د پاکستان پوځ باندې زور راشي او د یاغیانوسره د امریکایي عسکرو په جنګ کې زیاته همکاري وکړي.

د الظواهري ځای

پرون پاکستان په امریکا باندې غږ وکړ چې د القاعدې د شبکې د نوي مشر ایمن ال ظواهری درک ورته وښیي.

پاکستان ځکه دا غږ کړیدی چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، وړمه ورځ کابل ته د سفر په وخت کې ویلي دي چې واشنګتن پوهیږي چې ظواهري د افغانستان سره په سرحدي نیمه خودمختاره قبایلي سیمه کې پټ دی.

XS
SM
MD
LG