د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان یوه خیریه مؤسسه د ترویستي ادارو په لیست کې شامله کړه


امریکا د پاکستان یوه خیریه مؤسسه د ترویستي ادارو په لیست کې شامله کړه
امریکا د پاکستان یوه خیریه مؤسسه د ترویستي ادارو په لیست کې شامله کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان یوه خیریه مؤسسه چي ( فلاح انسانیت ) نومیږي د تروریستي سازمانونو په لیست کي شامله کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چي دغه ډله یې د

( لشکر طیبه ) چي په ٢٠٠٨ کال کي په مومبای کي د تروریستي حملې مسئوله بلل کیږي، یوه مربوطه ډله بللې ده.

فلاح انسانیت هغو پاکستانیانو ته چي د سیلاونو او د اردو د عملیاتو په وجه د خپلو کورونو نه راوتلي او بېځایه شوي دي، بشري مرستي رسوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تروریزم ضد یوه چارواکي

( ډینیل بینیامیا ) وویل چي لشکر طیبه دغه ډله ددې د پاره د ځان ملگرې کړې ده چي د تحقیقاتو مخنیوی وکړي.

XS
SM
MD
LG