د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو د آمریکايي ډیپلومات ادعا رد کړه


د پاکستان پولیسو د آمریکايي ډیپلومات ادعا رد کړه

د پاکستان پولیسو د آمریکايي ډیپلومات ادعا رد کړه

دپاکستان پولېسو دهغه امرېکاېې دېپلومات دا ادعا رد کړې ده چې واېې تېره مېاشت ېې په لاهور کې دخپل ځان د دفاع په خاطر په ٢ کسانو باندې ډزې کړي وې.

دلاهور دپولېسو قوماندان ,اسلم ترېن، نن خبرېالانو ته ووېل چې دپولېسو دتفتېش نه داخبره څرگنده شوه چې امرېکاېې دېپلومات رېمونډ ډېوس په سړه وېنه کې دوه کسان وېشتلي دي او دجرم مرتکب شوی دی.

ددې نه مخکې نن دپاکستان ېوې محکمې حکم وکړ چې نوموړی امرېکاېې دېپلومات د١۴ ورځو پوري نور هم په قېد کې پاته شي.

قاضی امر وکړ چې امرېکاېې ډېپلومات دي د دفبرورۍ په ٢٥ محکمې ته بېا راوستل شی خو په پاکستان کې دامرېکا سفارت دهغه د خوشی کېدلو غوښتنه کوي او واېې چې دپاکستان حکومت باېد د پاکستان د قانون اونړېوالو مکلفېتونو په رڼا کې د امرېکاېې دېپلومات سره رفتار وکړي.

د امرېکا حکومت واېې چی رېمونډ ډېوس دېپلوماتېکی مصونېت لری او ېواځي د خپل ځان د دفاع په خاطر ېې اقدام کړی ؤ.

رېمونډ ډېوس سږکال دجنورۍ په ٢٧ په لاهور کې هغه وخت ونېول شو چی دوه کسان ېې ووېشتل .نوموړی واېې چی هغوی غوښتل غلا ورنه وکړي.

په هماغه ورځ ېو درېم پاکستانی هم په داسي حال کې ووژل شو چې په لاهور کې دامرېکا دقونسلگرئ ېوه موټر ووهه. دېوه وژل شوي پاکستاني سړي کونډی نن ووېل دا وېره لری چې کېدی شی امرېکاېې دېپلومات بالاخره خوشی شی.

دامرېکا سفارت نن په ېوه بېانېه کې ووېل چی رېمونډ ډېوس محکمې ته په داسي حال کې راوستل شوی ؤ چې نه ېې کوم مدافع وکېل درلوده او نه ورسره مترجم ملگری ؤ. دامرېکا سفارت واېې چې دهغه سره دقانون په اساس پوره انصاف نه دی شوی .

XS
SM
MD
LG