د لاس رسي وړ اتصالات

نوازشرېف:طالبان دې له خبرو نه مخکي وسله کېږدي


نوازشریف دوال ستریت ژورنال سره په مرکه کې وویل د پاکستان طالبان دي وسله پر ځمکه کښېږدي او د اساسي قانون درناوی دي وکړي. نوموړي هوډ کړی دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې جاري وساتي چې په پاکستان کې جګړې ته د پای ټکی کښېښودل شي.

خو افراطیانو ددې نښي نښانې ندي څرګندي کړي چې هغوي له حکومت سره دسولې لپاره لیوالتیا لري. د پاکستان طالبانو په لومړی پړاو کې له حکومت سره د سولې خبری رد کړی وې، خو وروسته یې بیا وویل چې پکار ده اسلام اباد د سولې له مذاکراتو نه مخکي د دوي بندیان خوشي کړي او د دوي له سیمونه پوځیان وباسي . مگر د هغوي تازه بریدونو هم دا وښودله چې هغوي له سولې او مذاکراتوسره دلچسپې نلري.

دشنبې په روځ د تحریک طالبان پاکستان یوه نطاق پرنواز شرېف انتقاد وکړ چې دده نوی حکومت له طآلبانو سره دسولې په خبرو کې په ټینګه ندی ولاړ.

نطاق شهاب الدین په څرگنده د حکومت د سولې خبری رد نکړلې، خو دهغه په خبرو کې د مذاکراتو لپاره چندان لیوالتیا هم نه ښکاره کېدله.

د اسوشتېېد پرېس خبری اژانس لیکي چې طالبانو دا خبرې د نواز شریف دهغې مرکې انعکاس ښکاري چې هغه له وال ستریت ژورنال سره په نیویارک کې دخپل سفر په دوران کې وکړله.

په دغه مرکه کې نوازشرېف ویلي دي چې پکار ده افراطیان خپله وسله پرځمکه کښېږدي او د پاکستان د اساسي قانون درناوی وکړي. تردې مخکې نواز شرېف د پاکستان د طالبان سره د خبرو لپاره مخکینی شراېط نه وو اېښي.

د تحریک طالبان پاکستان نطآق وویل: ".. دا چی موږ ته وايي چې وسله په ځمکه کېږدواو داساسي قانون درناوی وکړو،ددې مطلب دادی چې صدراعظم نواز شرېف د امریکا او دهغود انډیوالانو پالیسي تعقېبوي. موږ به د سولې خبرې له هغه چاسره وکړو چې په رېښتوني توگه قدرت ولري او فیصلې وکړلی شي.
XS
SM
MD
LG