د لاس رسي وړ اتصالات

نواز شریف: د امریکا سره ښې اړیکې غواړو


د پاکستان محافظ کاره سیاستمدار نواز شریف چې توقع ده راتلونکې صدراعظم واوسي، غواړي چې له امریکا سره ښې اړېکې ولري.

خو هغه دا خبرداری هم ورکړ چې پکار ده امریکا، د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د برېدونو په برخه کې د پاکستان اندیښنې جدي وګڼي.

هغه وویل چې د ډرون برېدونه د پاکستان په شمال لویدیځو علاقو کې ددغه هېواد داستقلال لپاره ستونزه ده.

نوزاشریف له ا نتخاباتو نه دوه ورځې وروسته نن په لاهور کې خبریالانو سره خبرې وکړلې.

په داسې حال کې چې رسمي پایلې نه دي اعلان شوي، خو د سرکاري تلویزیون د اټکلونو له قراره، د ښاغلي نواز شریف د پاکستان مسلم لیګ ګوند، دومره رای وړیدي چې احتمال لري د مستقلو کاندیدانو په مرسته چې څوکۍ یی گټلی دي، حکومت جوړ کړي.

د تحریک انصاف د ګوند مشر د کریکټ پخوانۍ لوبغاړۍ عمران خان، په عمومي ډول دویم مقام ګټلی دی.

د انتخاباتو د چارو د مامورینو د اټکل له مخې، سره د دې چې د انتخاباتو نه مخکې او د انتخاباتو په ورځ، د عوامي نشنل پارټۍ د انتخاباتي مبارزی په دفتر باندې په حمله کې د لسو کسانو په شمول، په تشدد او حملو کې ٢۴ کسه ووژل شول، قریب په سلو کې شپیتو فیصدو خلکو د شنبې د ورځې په انتخاباتو کې برخه واخیسته.

د افغانستان له ارگ نه، په خپرې شوې یوې اعلامیې کې ویل شویدي چې ولسمشر حامد کرزي د دوشنبې په ورځ د عوامي نشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي او د خیبر پښتونخوا،یو بل وتلي سیاستمدار افتاب احمد شیرپاو سره ټلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر کرزي اسفندیار ولي سره په خبرو کې ویلي دي چې د انتخاباتو ګټل او بایلل د ډیموکراسۍ یو منل شوی اصل دی خو څه چې مهم دي هغه دا دي چې عوامي نیشنل ګوند په ډیرو سختو شرایطو کې چې پر دفترونو او د ګوند پرغړو یې تروریستي بریدونه کېدل، تروریزم ته تسلیم نه شو،او شا ته تګ یې ونه کړچې دا کار په ډیموکراسۍ باندې د دغه ګوند باور څرگندوي.


XS
SM
MD
LG