د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کیاني: د پوځ په باب د خپرې شوي ویډیو تحقیات کوو


جنرال کیاني: د پوځ په باب د خپرې شوي ویډیو تحقیات کوو

جنرال کیاني: د پوځ په باب د خپرې شوي ویډیو تحقیات کوو

دپاکستان دپوځ لوی درستېز دهغه وېدوېې فلم په باب دتحقېقاتو امر کړیْ دی چه په انټرنېټ باندې چلېږي او دپاکستان دپوځ عسکر ښېې چې په داسي حال کې چې عسکري ېونېفورمونه ېې په غاړه دي، ېوه ډله کسان چې سترگې ېې پرې تړلي دي ، ولي او چارماري کوي.

د پاکستان دپوځ لوی درستېز جنرال اشفاق پروېز کېانی نن دجمعې په ورځ په ېوې بېانېه کې اعلان وکړ چې دپوځ ېو هېت به کوښښ وکړي چې دا معلومه کړی چې اېا واقعا کوم عسکر چې په دغه فلم کې ښودل شوي دي د پاکستان دپوځ عسکر دي او که نه.

جنرال کېانی ووېل چې پخوا طالبانو هم دپاکستاني قواو ېونېفورمونه اغوستل .

دغه وېډیوېې فلم چې پنځه نېمی دقېقی دوام کوي، دپاکستان دپوځ عسکر په کې لېدل کېږي ، شپږ ملکي کسان چې سترگي او دواړه لاسونه ېې تړل شوي دي قطار ېې ودروي او دټوپکو ډزی ورباندي وکړي .

کله چې دغه کسان په ځمکه ولوېږي او ځېنې ېې ساه اخلي ، دپاکستان دپوځ عسکر ورسي او بېا ېې دټوپکو په مرمېو باندي وولي.

کومې ډلې چې دغه وېدوېې فلم خپورکړ واېې چې سوات په دره کې دغه پېښه وشوه، چېري چې پاکستاني قواوو د طالبانو په خلاف پروسږکال پوځي عملېات شرو ع کړل.

په پاکستان کی دامرېکا سفېرې مېرمن ان پېټرسن هم ددې موضوع په باب د جنرال کېانی سره خبري کړي دي.

طالبانو او القاعدې سره دجنگ په خاطر د امرېکا حکومت دپاکستان پوځ ته تراوسه پوری په ملېاردونو ډالر دمرستې په توگه ورکړی دي او که ددغې وېدېو اصلېت ثابت شی نو ډېرامکان شته چې د امرېکا مرستی به دوام ونکړي ځکه چې پاکستاني عسکر ښود ل کېږي چې په غېر قانوني توگه ملکي خلک وژني.

دامرېکا د خارجی مرستو د قانون له مخې حکومت باېد په ټول هغو خارجي پوځونو باندی مرستی قطع کړي چې دبشر په حقوقو باندې په پراخه پېمانه تېری کوي.

XS
SM
MD
LG