د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په پاکستان کې د بیارغونې ۱۰ کارګر ووژل


تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی
تراوسه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی

پاکستاني چارواکي وايي په موټر سایکل سپرو وسله والو د بلوچستان په ګوادر کې د بیا رغونې د یوه شرکت ۱۰ کارکوونکي وژلي دي.

برید د شنبې په ورځ د ګوادر د پشکان او ګنت په سیمه کې وشو. دغو کسانو یو سړک جوړوه چې برید پرې وشو، برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.

تر دې دمه چا د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی. ویل کیږي چې وژل شوي د پاکستان د کراچۍ دي.

چارواکي وايي د بریدګرو د پېژندلو او موندلو هڅې یې یې پیل کړي دي.

تر دغه برید یوه ورځ مخکې په همدغه ایالت کې د پاکستان د سنا د مرستیال د موټرو په کاروان چاودنه وشوه چې شاوخوا ۲۵ کسان یې ووژل.

په دغه برید کې تر ۳۰ ډېر نور کسان ژوبل دي، چارواکی وايي سناترو عبدالغفور حیدري سربېرن ژوبل شوی دی.

د داعش ادعا وکړه چې برید دوی کړی دی. د سنا د مجلس معاون د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جماعت علما اسلام غړی دی چې د طالبانو نژدې ملګري بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG