د لاس رسي وړ اتصالات

د اروکزیوو په قبایلې سیمه کې چاودنه شوې


آرشیف
آرشیف
د پښتونخوا د اروکزیوو په قبایلي سیمې کې په یوې چاودنې کې لس کسان وژل شوي دي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي. پیښه د کالایا په ښارګوتي کې شوې ده.

تر اوسه پوري کومې ډلې د دغه چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو پخوا په دغې سیمې کې طالب وسله والو په حکومتي او ملکي اهدافو باندې بریدونه کړي دي. ځایي چارواکي وايي چې پيښه د حکومتي او امنیتي ودانیوو سره نږدې شویده.

دغه پېښه په داسي حال کې رامنځ ته شوې ده چې د کراچي ښار د جمعې په ورځ کاربندیز له امله بند و. دغه کاربندیز یا اعتصاب د سیاسي او مذهبي ډلو لخوا د فرقه یې تشدد په خلاف د احتجاج په توکه اعلان شوی و.

کاربندیز د دې لپاره هم اعلان شوی و چې په کراچي کې څو ورځي وړاندې وسله والوو یو مشهوره سني ملا ووژی.

په کراچي کې مارکیټونه، دوکانونه او بانکونه تړلي وو او په ښار کې اضافي امنیتي ځواکونه هم ځاي پرځاي شوي وو.

کراچي د پاکستان لوی ښار دی او د پاکستان اقتصادي مرکز هم ګنل کیږي. په دغه ښار کې ۱۸ میلیونه کسان ژوند کوي.

په یو بل خبر کې راغلي دي چې د بلوچستان په صوبې کې د تربت په علاقې کې نامعلومو وسله والو د پاکستاني ملیشو په یو کاروان باندې د اوږې د راکټ وار کړی دی په دغه برید کې یو عسکر وژل شوی دی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. د دغې پیښې مسولیت هم چا په غاړه نه دی اخیستی خو په سیمې کې بلوڅ ملتپاله ډلې د دولت په خلاف جګړې کوي.
XS
SM
MD
LG