د لاس رسي وړ اتصالات

د سړک دغاړې بم د بمونو د خنثی کولو د قطعې مشر وواژه


ارشیف: په پیښور کې د بمونو د خنثی کولو قطعه خپل وسایل چمتو کوي.

ارشیف: په پیښور کې د بمونو د خنثی کولو قطعه خپل وسایل چمتو کوي.

په پیښور کې چارواکي وایي چې د سړک د غاړې د بم په یوې چاودنې کې د بمونو د خنثی کولو د قطعې یو جګپوړی افسر او د همدې قطعې دوه نور غړي وژل شویدي.

چارواکي وایي دغه جګپوړی افسر عبدالحق نومیده او د دوشنبې په ورځ په پیښور کې هغه وخت ووژل شو چې د همدې ښار یوې بلې سیمې ته د یوه ماین د خنثی کولو لپاره روان و. تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې ذمه واري په غاړه نده اخیستې.

په پاکستان کې د تشدد په نورو پېښو کې چې زېاتره د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ پېښېږي، ېو معتبر شیعه عالم وژل شوېدی.

د رویټرز خبري اژانس لیکي طالبانو ویلی دي چی دغه دېنی عالم ېې دهغو سنيانو په بدل کې وژلی دی چی تېره مېاشت د راولپنډۍ په ېوه جومات کې وژل شوی وو.

دغه شیعه عالم علامه ناصرعباس نومیده او د تحریک نفاذ فقه جعفري مشرو. په پاکستان کې پردغه ډله بندیز لگول شویدی.

د رویټرز خبري اژانس لیکي چی علامه عباس د موټرسایکل سورو له خوانه په داسې حآل کې ووژل شو چې دېکشنبی په ورځ ماښام په لاهور کې، له ېوې دیني اجتماع نه خپل کورته روان و.
د پاکستان پولیس د موټر سایکل سپرو له ډزو نه وروسته د پېښې په ځای کې راټول شوي دي

د پاکستان پولیس د موټر سایکل سپرو له ډزو نه وروسته د پېښې په ځای کې راټول شوي دي


د لاهور د امنېې قوماندان چوهدری شفیق روېټرز ته وویل چې علامه عباس په داسی حآل کې مړ شو چې روغتون ته وړل کېده. دهغه موټروان ا و ملگری چې په موټر کې ورسره سپاره وو ، ندي ژوبل شوي.

د طالبانو نطاق احمد علي انتقامی وویل چې دا شیعه عالم ېې ددې لپاره وژلی دی چې په راولپنډۍ کې ېې تېره مېاشت د اتو سنېانو په وژلو کې لاس درلود. هغه وویل چی دوی پلان لري چې نورشیعه گان هم په پراخه پېمانه ووژني.

رپوټ وايی د نوازشریف د صدارت ددورې له پېل راهیسې، فرقه يي وژنی زېاتی شوېدي او دهغه د صدارت لپاره ېې نوې ستونزې راپېدا کړي دي.

ددولت قواوې له پخوا راهیسې هم د پاکستان په شمالی غربي صوبه خیبر پښتونخوا کې داسلام پالو اوسختدریځو له بغاوت سره مخ وې.

رویټرز لیکي چی پاکستان 180 ملېونه نفوس لري او په سلو کې شل پکې شیعه گان اوسیږي.
XS
SM
MD
LG