د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې اتلس کسان وژل شوي دي.


په پاکستان کې اتلس کسان وژل شوي دي.
په پاکستان کې اتلس کسان وژل شوي دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د خیبر پختونخوا په صوبه کې وسله والو چې د پولیسو په یونیفارم کې وو ، په یو بس باندې برید کړي ده چي پکښې ١٨ شیعه مسلمانان وژل شوي دي.

پولیس وایي د کوهستان په غرنۍ ولسوالی کي د سه شنبې په سهار، وسله والو کسانو د راولپنډی څخه گلگت ته روان، د سپرلیو په بس برید وکړ او اتلس تنه یې ووژل. پاکستاني چارواکې وایي وژل شوي کسان شیعه گان دي او کیدای سي د مذهبي تاوتریخوالي قرباني سوي وي. په کوهستان کي سنی مسلمانان اوسیږی، د سوات سره پوله لري او کله کله د سخت دریځۍ پیښې په کې کیږي.

په پاکستان کې غېرقانونی شوې ډلې جندالله ددغه برېد مسوولېت په غاړه اخېستی دی.

د تېرو څوکلونو راهېسی په پاکستان کې د فرقه یي مرگ ژوبلی پېښې منځته راځی او شېعه لږکی په نښه کوی. پاکستان کې اکثرېت سنېان اوسېږی اوله شېعه گانو سره په سوله کې ژوند کوی . خو سخت درېځه کله لکه د ېو بل غړي په نښه کوي

پردې سر بېره نن د پېښور ښار په ېوه بازار کې نامعلومو برېدکوونکو ېو چېنايي او دهغه ښځېنه ملگری په ټوپک ووېشتل او وې وژل. رپوټ وايي هغوی دېوې نژدې کلېسا عکسونه اخېستل. پولېسو په دې برخه کې تحقېقات پېل کړېدی.

XS
SM
MD
LG