د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو په پیښور امنیتي ساتونکي یرغمل نیولي وو


پاکستاني چارواکي وایی چی امنیتي قواوو د خیبر پښتونخوا د پیښور په ښار کې په هغه پوځي ودانۍ باندې چاپه غورځولې ده چې اسلامي جنګیالیو پکې د زندان د دوه ساتونکو نه وسلې اخیستې وې او هغوي یې یرغمل نیولي وو.

چارواکي زیاتوي چې پدې عملیاتو کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې او وایي چې یاغیان تسلیم شول.

امنیتي چارواکي وایي دا پیښه هغه وخت رامځنته شوه کله چې درې یا څلورو تنو بندیانو نن د شنبې په ورځ وختي په پیښور کې د پوځ د استخباراتو په یوه دفتر کې د زندان د ساتونکو نه وسلې واخیستې.

پاکستاني عسکرو دغه سیمه بنده کړه او د یاغیانو سره یې د توپکو ډزي وکړې. ددغه ښار په ځینو برخو کي کار وبار په ټپه ودرید.

ددې پېښي نه وروسته اووه ساعته د توپکو ډزو دوام درلود. پاکستاني پولیسو وویل چی یاغیانو د استخباراتو د ادارې په ودانۍ باندي له دباندي نه ډزي وکړې.

له بلي خوا د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په حمله کي نن سهار وختي لږترلږه څلور یاغي طالبان وژل شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چی د کرمې په ایجنسی کي د بې پیلوټه الوتکي له خوا په دوو موټرو باندي چی یاغیان په کي سپاره وو، د راکټونو ډزي وشوې.

XS
SM
MD
LG